د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال په افغانستان کې د خصوصي سکتور له استازو سره ولیدل

fdpm_admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳۱ - ۱۱:۱۶
Private Sector

نېټه: د 2021 کال د ډسمبر 5مه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پرون د افغانستان خصوصي سکتور له استازو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. محترم ملا برادر اخوند سوداګرو او صنعتکارانو ته ښه راغلاست ووایه او د اسلامي امارت لخوا یې د هر اړخیز ملاتړ ډاډ وکړ.

 د سوداګرو او صنعتکارانو په استازولۍ بیا ښاغلي محمد یونس مهمند، خان جان الکوزي، برهان او عصمت الله وردګ له اسلامي امارت څخه د سوداګرۍ او صنعت په برخه کې د رامنځته کړل شویو ګمرکي او ټرانزیټي اسانتیاوو په تړاو مننه وکړه. دوی پر دې سربېره په بانکي سیسټم، د پیسو په لېږد او تجارت کې هم خپلې ستونزې په پوره جزیاتو سره شریکې کړې.

د سوداګرو او صنعتکارانو د ستونزو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته محترم ملا برادر اخوند د افغانستان اسلامي امارت لخوا د خصوصي سکتور اړوند ستونزو د حل په اړه د هر ډول لازمې همکارۍ ډاډ ورکړ او په مجلس کې د اسلامي امارت اړوندو موجودو جهتونو ته یې هدایت وکړ، چې د سوداګرو د ستونزو په حل کولو کې جدي اقدام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: علماء کرام دې خلکو ته د دیني مکلفیتونو ترڅنګ د اسلامي نظام او ملي ګټو ساتلو روحیه هم ورکړي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۶مه نېټه د «جامعه فتح العلوم کابل» مدرسې د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون وکړ. محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

په سرپل او جوزجان ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د سرپل ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ او د جوزجان ولایت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۲:۱۲
Background image

له کونړ سیند څخه تر درونټې بند پورې د اوبو رسولو وړاندیز د تایید وړ وبلل شو

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته له کونړ سیند څخه د ګمبیري دښتې د ښکتنۍ برخې په. . .

BACK TO NEWS