محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په خپل کاري دفتر کې له یوشمېر ملي پانګوالو او سوداګرو سره وکتل

fdpm_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۷ - ۱۵:۵۰
۹۰

نېټه: 2022، اګسټ 18مه

محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند نن په خپل کاري دفتر کې له یوشمېر ملي پانګوالو او سوداګرو سره وکتل. دغو پانګوالو او سوداګرو وویل، دوی چمتو دي چې افغانستان ته د نفتي موادو او مایع ګاز د واردولو او پروسس، د ډبرو سکرو د استخراج او هرات له لارې یې ایران او عربي هېوادونو ته د صادرولو، په ټولو ولایتونو کې د نفت او ګازو دولتي شرکت د تېل پمپونو پر معیاري کولو او بیارغونه او همدا راز د کابل هوايي ډګر د تېلو ذخیرو د عصري کولو په برخه کې پانګونه وکړي. محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د یادو ملي پانګوالو او سوداګرو له دغه اقدام ستاینه وکړه او هغوی ته یې د هر ډول همکارۍ اطمینان ورکړ او ټولو اړوندو ادارو ته یې امر وکړ، چې د دې کارونو په تسهیلولو کې جدي اقدامات وکړي، څو د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه شي او هېوادوالو ته مو د کار زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۰:۲۶
Background image

د کاني موادو د کیفیت معلومولو لپاره د پرمختللو لابراتوارونو جوړېدل د تایید وړ وبلل شول

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. غونډې ته د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري په کابل او ولایتونو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۲:۳۴
Background image

د مالیې وزارت او ډي پي ورلډ شرکت ترمنځ د پانګونې شرطپاڼه لاسلیک شوه

د مالیې وزارت او ډي پي ورلډ شرکت ترمنځ نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۶مه نېټه د ریاست‌الوزراء په اقتصادي معاونیت کې د پانګونې شرطپاڼه لاسلیک شوه. د ریاست‌الوزراء اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۸:۱۵
Background image

کابل او تهران د درملو او طبي وسایلو د تولید په برخه کې همکارۍ پراخوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۲مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران د روغتیا وزارت مرستیال او د خوړو او درملو. . .

BACK TO NEWS