محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له نغلو بند سره نږدې د 10 مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې د جوړولو چارو پرانیسته وکړه

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۱۷:۵۱
5U2A0602

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمریز کال د وږي میاشتې په ۲۸مه نېټه د کابل په سروبي ولسوالۍ کې له نغلو بند سره نږدې د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې د جوړولو چارو پرانیسته وکړه. په دغو مراسمو کې د ریاست‌الوزراء پر اقتصادي مرستیال سربېره د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور او یوشمېر نورو امارتي مسوولینو هم حضور درلود. محترم ملا صاحب په همدې مناسب جوړو شوو مراسمو ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، دلته یې عزت خوندي دی او همدا یې د پېژندنې او هویت سمبول دی. همدا لامل دی چې اسلامي امارت د تېرو ډېرو نظامونو برعکس د دې ځورېدلي ولس د خدمت او د هېواد د آبادۍ لپاره ژمن او متعهد دی.  محترم ملا صاحب زیاته کړه، اسلامي امارت دا درک کړې ده چې د پياوړي اقتصاد درلودو لپاره صنعت او د صنعت د پرمختګ لپاره برېښنا تر ټولو مهمه ده. همدې موخې ته د رسېدو لپاره اسلامي امارت په کور دننه د برېښنا تولید په خپلو لومړیتونو کې نیولی او په ټولو پانګوالو یې غږ کړی، چې په کور دننه د برېښنا تولید په برخه کې پانګونه وکړي.  د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه: «د همدې هڅو په دوام دا دي نن د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې د پيل شاهدان یو. د برېښنا د تولید په برخه کې به د افغانستان اړتیا ته په کتو دا پروژه کوچنۍ ښکاري، خو ما ته خودکفايۍ ته د رسېدو په برخه کې ډېره مهمه ده. دا د دې ښکارندويي کوي چې موږ خودکفايۍ ته د رسېدو په برخه کې لس مېګاواټه د نورو له احتیاجه خلاص شوو د غونډې په پای کې محترم ملا صاحب وویل اسلامي امارت د برېښنا اهمیت ته په کتو وپتېیله چې له ترکمنستان څخه د راتلونکي ۵۰۰ کیلو ولټ لین پروژې د چارو بشپړولو قرارداد د یو کان په بدل کې افغان انوېسټ شرکت ته ورکړي، چې په دې سره به افغانستان ته د سلګونو مېګاواټه برېښنا د انتقال زمینه برابره او په کلني ډول به ۲۰۰ میلیونه ډالره سپما شي. محترم ملا صاحب یوځل بیا پر کورنیو او بهرنیو پانګوالو غږ وکړ چې د افغانستان په بیارغونه کې برخه واخلي او دلته له رامنځته شوو اقتصادي فرصتونو څخه استفاده وکړي.  د لس میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید دغه پروژه د اسلامي امارت په ملاتړ د خصوصي سکټور له لوري د یو کال په موده کې بشپړېږي، چې شاوخوا ۷۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه پرې کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۸:۱۷
Background image

د کابل – بګرام سړک د جوړېدو چارې پيل شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۳مه نېټه د کابل – بګرام سړک د جوړېدو چارو د پيل پرانیسته وکړه.

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۵:۳۳
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې د تخلیې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۴:۲۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د عزیزي ګروپ شرکتونو له عمومي رییس میرویس عزیزي سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۲مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د عزیزي ګروپ شرکتونو له عمومي رییس. . .

BACK TO NEWS