ملا عبدالغني برادر اخوند د جنوب-غرب زون د اسلامي او ملي پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه لیدنه وکړه

fdpm_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۳ - ۱۴:۶
Mullah Abdul Ghani Beradar Akhund paid a visit to the southwestern zone's Kandahar Islamic National Police Training Center

نېټه: 2022 کال، جون 13

د افغانستان اسلامي امارت د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د جنوب-غرب زون د کندهار د اسلامي او ملي پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه لیدنه وکړه. په پیل کې ملا عبدالغني برادر اخوند د اسلامي نظام پر اهمیت خبرې وکړي او مجاهدینو ته یې وویل چې اوسنی نظام د شهیدانو د پاکو وینو په برکت رامنځته شوی دی. هغه زیاته کړه، دا چې افغانستان د کفارو له اشغاله خلاص شو او اوس یې بشپړ حاکمیت د اسلامي امارت له مجاهدینو سره دی، نو لکه څنګه چې د کفارو په مقابل کې جنګ فرض و، داسې د دغه نظام ساتنه هم فرض ده. د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستیال مجاهدینو ته په خطاب کې وویل: مشران دې په کشرانو شفقت او کشران دې د خپلو مشرانو درناوی وکړي او همدارنګه باید د یتیمانو او شهیدانو د کورنیو پوښتنه وکړي. ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه: د اسلامي نظام راتګ او بریا یوازې د اسلامي امارت د مجاهدینو نه، بلکې د ټول ولس بریا ده. همدغه ولس و، چې د اسلامي نظام د راتګ لپاره یې هر ډول ستونزې او کړاوونه وګالل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

په کابل ښار کې د استوګنیز ښارګوټي او سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې له سپاهي ګمنام څلورلارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۲۶
Background image

د سوداګریزو مارکېټونو او معلوماتي ټکنالوژۍ پارک د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې تر ځمکه لاندې د سوداګریز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۲۸
Background image

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې موجوده سیسټمونه به عصري او کاري ظرفیت به یې لوړ شي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د کاري ظرفیت لوړوالي. . .

BACK TO NEWS