د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له لوري د کابل – جلال اباد لویې لارې د دوهم لین سړک د جوړولو چارو پرانیسته وشوه

masih_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۴:۲۴
KAbul-jajalabad-road

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د عقرب میاشتې په پنځمه نېټه د کابل – جلال اباد لویې لارې د دوهم لین سړک د جوړولو چارو پرانیسته وکړه. په دغو مراسمو کې د ټولګټو محترم وزیر ملا محمد عیسی ثاني، د ننګرهار ولایتي مسوولینو، د خصوصي سکټور استازو او یوشمېر هېوادوالو هم ګډون کړی وو.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړ شوو مراسمو ته وویل، د کابل – جلال اباد د لویې لارې دوهم لین سړک د هېواد د داخلي اتصال او ځمکني ترانسپورټ په برخه کې هغه مهمه پروژه ده، چې دوه ستر تجارتي او ستراتیژیک ولایتونه کابل او ننګرهار په کمه فاصله یو له بل سره نښلوي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د دغو دوو مهمو اقتصادي، تجارتي او ترانزیټي ښارونو ترمنځ د ترانسپورټ اسانتیا نه یوازې کورنۍ سوداګرۍ ته وده ورکوي، بلکې له سیمې او نړۍ سره زموږ د سوداګریزو اړیکو او مناسباتو په پراختیا کې هم مهم رول لري او د هېواد له ملي اقتصاد سره مرسته کولی شي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، دغه سړک د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله د حکم پر اساس د کابل جلال اباد پر لویه لار د تلونکو وسایطو او عراده جاتو څخه د هغوی د نوعیت په تفکیک د ټاکل شوي حق العبور په بدل کې جوړېږي. دا محصول به د ټولګټو وزارت په ځانګړي بانکي حساب کې په شفافه توګه جمع، بانک ته به تحویل او د مالیې وزارت به یې د مصرف او عملیاتي اړتیاوو اړوند اړینې او عاجلې اسانتیاوې برابروي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د دې لارې ارزښت ته په اشارې سره وویل، د کابل – جلال اباد لویې لارې د دوهم لین سړک په جوړېدو سره به د دې لارې پر لومړي لین سړک ګڼه ګوڼه راکمه او د ترافیکي پېښو کچه به راټیټه شي. همدارنګه به د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې، د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر به ګړندی، خوندي او کم لګښته شي او همدا راز به د لارې په اوږدو کې کوچني او منځني کاروبارونه وغوړیږي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، د داخلي ترانسپورټ معیاري رغول او پیاوړتیا د سیمه‌ییز اتصال لپاره لومړنی شرط دی؛ داخلي لویې لارې او سړکونه له یوې خوا د هېواد ولایتونه یو له بل سره نښلوي او له بلې خوا همدا سړکونه د سیمې د هېوادونو سره د سیمه‌ییز ترانسپورټي اتصال په برخه کې تر ټولو اساسي رول لوبوي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د غونډې په پای کې ټولو هېوادوالو ته د دې مهمې پروژې مبارکي وویله او د سیمې له اوسیدونکو څخه یې وغوښتل چې د تطبیق په برخه کې یې له اړوندو مسوولینو سره لازمه همکاري وکړي. همداراز یې د پروژې تطبیق کوونکو تخنیکي ټیمونو ته سپارښتنه وکړه چې دا مهمه پروژه د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره په ښه ډول تطبیق کړي.

د یادونې وړ ده چې  د کابل ـ جلال اباد دوهم لین سړک چې شاوخوا ۱۵۰ کیلو متره اوږدوالی لري، د کابل بګرامیو ولسوالۍ څخه پیل د کابل ولایت خاکجبار، د ننګرهار ولایت د حصارک، خوګیاڼیو او سرخرود ولسوالیو څخه له تېرېدو وروسته د ننګرهار د حلقوي سړک سره نښلول کېږي. د دغه سړک د لومړي فاز د لومړي لاټ چې ۲۲ کیلومټره اوږدوالی لري، د اساسي جوړونې چارې پيل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: علماء کرام دې خلکو ته د دیني مکلفیتونو ترڅنګ د اسلامي نظام او ملي ګټو ساتلو روحیه هم ورکړي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۶مه نېټه د «جامعه فتح العلوم کابل» مدرسې د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون وکړ. محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

په سرپل او جوزجان ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د سرپل ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ او د جوزجان ولایت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۲:۱۲
Background image

له کونړ سیند څخه تر درونټې بند پورې د اوبو رسولو وړاندیز د تایید وړ وبلل شو

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته له کونړ سیند څخه د ګمبیري دښتې د ښکتنۍ برخې په. . .

BACK TO NEWS