محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کابل - جلال آباد دوهم لین سړک څخه ليدنه وکړه
د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمريز کال د ثور مياشتې په ۲۱مه نېټه د جمعې په ورځ د کابل - جلال آباد دوهم لین سړک څخه ليدنه وکړه. د دغه ليدنې پر مهال د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي اميرخان متقي، د ټولګټو وزیر محترم ملا محمد عیسی ثاني، د کابل والي مولوي امين الله عبيد او د ننګرهار والي ملا محمد نعيم اخوند هم حضور درلود. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د کابل - جلال آباد دوهم لین سړک د هېواد له مهمو سوداګريزو لارو څخه ياد کړ او ویې ویل چې د کابل – جلال آباد لومړي سړک په ورځني ډول سلګونه باروړونکي او مسافر وړونکي موټر تګ راتګ کوي. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زياته کړه، د کابل جلال آباد پر لومړي سړک د زیاتې ګڼې ګوڼې او ځينې وخت د غره د ښویېدو له امله ترافيکي پېښې رامنځته کېږي، چې په پايله کې يې هېوادوالو ته ځاني او مالي زيانونه رسېږي. نو اړتيا ده چې د دغه سړک دوهم لين هم جوړ شي، څو ترافيکي پېښې راکمې، سوداګريز توکي په وخت انتقال او د هېوادوالو ژوند وژغورل شي. په پای کې محترم ملا صاحب د دغې لارې اهمیت ته په کتو سره وویل چې د کابل – جلال آباد لویې لارې دوهم لین سړک جوړولو پروژې عملي چارو پیل یې په خپلو کاري لومړیتوبونو کې نیولی او د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله له منظورۍ وروسته به یې عملي چارې پیل شي.