پېښو ته د رسېدنې عالي امارتي کمېسیون فوق‌العاده غونډه جوړه شوه

dpmea_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۳:۵۰
2024-05-12

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ پېښو ته د رسېدنې عالي امارتي کمېسیون فوق‌العاده غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال ثور میاشتې په ۲۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه او په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله هېوادوالو ته د اوښتو زیانونو او هغو ته د عاجلې مرستې رسېدنې په اړه خبرې اترې وشوې.  په پیل کې پېښو ته د رسېدنې عالي امارتي کمېسیون رئیس محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په بغلان، غور، بدخشان، فاریاب او تخار ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله هېوادوالو ته د اوښتو زیانونو په اړه ژوره خواشیني وښوده، شهيدانو ته یې د جنت الفردوس، پاتې کسانو ته یې د  جميل صبر او زخميانو ته یې د الله ج له دربار څخه د عاجلې شفاء دعا وکړه.   محترم ملا صاحب د خپلو خبرو پرمهال وویل، افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې ډېری وخت یې خلک د طبیعي پیښو له امله زیان ویني، له همدې امله مسوولې ادارې مکلفې دي چې د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو پر مهال هېوادوالو ته پر وخت د مرستو رسولو لپاره پوره چمتووالی ولري. په دغه ناسته کې په بغلان، غور، بدخشان، فاریاب او تخار ولایتونو کې د سېلابونو له امله زیانمنو هېوادوالو ته د بېړنیو مرستو رسولو په موخه د کورنیو چارو وزارت، اقتصاد وزارت، روغتیا وزارت، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت او سرې میاشتې په مشرۍ په ترتیب سره د نجات، مرستو  د جلب او جذب، روغتیا او ټپیانو ته د رسېدنې، د تکفین او تدفین او د خوراکي توکو د چمتو کولو او رسولو کمېټې جوړې شوې. پېښو ته د رسېدنې عالي امارتي کمېسیون مشرتابه د ټاکل شویو کمېټو غړو وزارتونو او ادارو ته لارښوونه وکړه چې ژر تر ژره دې د پېښې ځای ته ځان ورسوي او له شته امکاناتو څخه په استفادې سره دې د زيانمنو هېوادوالو لاسنیوی وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۳:۱۶
Background image

د مالیې وزارت د عایداتي فرصتونو راپور د تایید وړ وبلل شو

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۲۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. د تخنیکي کمېټې دې غونډې ته د مالیې وزارت له لوري د عایداتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۰:۱۴
Background image

په ننګرهار او تخار ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۴:۳۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د تاتارستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۴مه نېټه په ارګ کې د تاتارستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال او صنعت او. . .

BACK TO NEWS