د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۳ - ۱۵:۲۳
5U2A0074

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې چې د روان لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم د خصوصي سکټور له لوري د پانګونې پر وړاندې شویو یو شمېر طرحو بحث وشو.  غونډې ته د بادغیس ولایت د بالا مرغاب ولسوالۍ اړوند موري چاق کلي ته د برېښنا رسولو، په جلال آباد ښار کې د سوداګریز مارکېټ او زیرزمیني لارې او په هرات ولایت کې د بام هرات تفریحي کمپلېکس جوړولو طرحې وړاندې شوې.  په ناسته کې تر هر اړخیز بحث وروسته د جلال آباد ښار بزازۍ چوک کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ او زیرزمیني لارې جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه. د بادغیس ولایت د بالا مرغاب ولسوالۍ اړوند موري چاق کلي ته د برېښنا رسولو او په هرات ولایت کې د بام هرات تفریحي کمپلېکس جوړولو د طرحو په اړه  ټاکل شویو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، چې د پانګونې بین الوزارتي کمېټې نظرونو ته په پاملرنې دې د طرحو وړاندې کوونکو شرکتونو سره د یادو طرحو د مالي، اقتصادي او تخنیکي اړخونو ارزونې په موخه ناستې وکړي او راپور دې یادې کمېټې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د سرپل ولایت په مرکز کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې د سرپل ولایت د مرکز اړوند په لومړۍ ناحیه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۱۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په پنځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۸:۵۵
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۰.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

BACK TO NEWS