محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات کې د شاوخوا ۶۸میلیون ډالرو په پانګونې سره د برېښنا دوې پروژې پرانیستې

masih_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۶:۵۴
هرات

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په لسمه نېټه په هرات ولایت کې د ۴۳.۲ میګاواټه بادي او پنځه میګاواټه لمریزې برېښنا تولیدي پروژې پرانیستل شوې.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته وویل، نن په هرات ولایت کې د بادي او لمریزې برېښنا د دوه مهمو پروژو د پرانیستې شاهدان یوو، چې دا د هېواد د انرژۍ سکټور د پراختیا، عصري کېدو او خودکفایۍ ته د رسېدو په برخه کې مهمه لاسته راوړنه بلل کېږي. دا پروژې به نه یوازې پر وارداتي برېښنا د هېواد اتکا راکمه کړي، بلکې د چاپېریال ساتنې، دوامدارې انرژۍ او نوې ټکنالوژۍ د ترویج لپاره هم فرصتونه برابر کړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، افغانستان له اوږدې مودې راهیسې په وارداتي برېښنا متکي دی او د هېواد د ملي بودجې یوه لویه برخه هر کال د وارداتي برېښنا د پېرلو لپاره لګول کېږي. د هغه په خبره، وارداتي برېښنا له یوه لوري قیمته ده او له بل اړخه په اوږدمهال کې دا چاره ډاډمنه او ګټوره نه ده.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، اسلامي امارت د برېښنا سکټور په برخه کې له کورنيو ظرفيتونو پر سالمې ګټې اخیستنې تمرکز کړی او په دې برخه کې جدي هڅې کوي. نوموړي زیاته کړه، د دغو پروژو له لارې به نه یوازې د برېښنا د تولید ظرفیت لوړ شي، بلکې د هېواد اقتصادي پرمختګ، د کاري فرصتونو رامنځته‌کولو، د کورنیو او بهرنیو پانګوالو هڅونه او د زېربناوو پراختیا ته به هم لاره هواره شي.

په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته یوځل بیا ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت په افغانستان کې په مختلفو سکټورونو په ځانګړي ډول د برېښنا سکټور کې د پانګونې لپاره اسانه شرایط رامنځته او په دې برخه کې یې شفاف او امن چاپېریال برابر کړی دی. پانګوال کولی شي له دې فرصت څخه پوره استفاده وکړي. محترم ملا صاحب د یادو پروژو له قراردادي شرکتونو څخه وغوښتل چې چارې یې د منلو شوو معیارونو په پام کې نیولو سره په ښه ډول پرمخ بوځي.

د یادونې وړ ده چې د خصوصي سکټور او افغانستان برېښنا شرکت له لوري د ۴۳.۲میګاواټه بادي برېښنا پر پروژه څه باندې ۶۴میلیون ډالر او پر پنځه میګاواټه لمریزه برېښنا پروژه شاوخوا ۳.۵میلیون ډالر پانګونه کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۲۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر دولت له سفیر ښاغلي مردف. . .

BACK TO NEWS