د ۹۴۰۷ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید تفاهمنامې او قراردادونه لاسلیک شول

masih_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۲:۴۵
tafahumnama

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۱۵مه نېټه په انټرکانټیننټال هوټل کې د پانګونې جذب او د افغانستان د برېښنا سکټور ملاتړ کنفرانس کې د افغانستان برېښنا شرکت او یوشمېر پانګوالو شرکتونو ترمنځ د ۹۱۲۳ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید او برېښنايي زېربناوو جوړولو تفاهمنامې او د ۲۸۴ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید قراردادونه لاسلیک شول.

پردې سربېره د ازبیکستان او د افغانستان برېښنا شرکت ترمنځ هم د ۲۵۰ میلیون ډالرو په پانګونې د سرخان پلخمري ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي غځولو، د دښت الوان سب سټېشن پراختیا، د ارغندۍ سب سټېشن پراختیا او همداراز تر شیخ مصري سب سټېشن پورې د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځول او د دغه سب سټېشن پراختیا پروژو عملي چارې هم پيل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS