د مالیې، اوبو او انرژۍ وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي سکټور ترمنځ د شاوخوا څلور میلیارده افغانیو په ارزښت د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۵ - ۱۲:۵۰
WhatsApp Image 2024-03-24 at 13.11.26_c8d0f3dd

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د روان لمریز کال د وري میاشتې په ۵ مه نېټه د مالیې، اوبو او انرژۍ وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي سکټور ترمنځ د شاوخوا څلور میلیارده افغانیو په ارزښت د برېښنا د تولید او ساختماني چارو څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول. دغه پروژې د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ کې د شاوخوا ۲۳ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید، د هرات په ولایت کې د دوه سب سټېشنونو جوړول او د ۲۲۰کیلو ولټ برېښنا مزي غځول، کابل ښار کوټې سنګي ساحه کې د سوداګریز مارکېټ او هلمند کې د سوداګریز مرکز او استوګنې اپارتمانونو جوړول دي. پر دې پروژو شاوخوا څلور میلیارده افغانۍ پانګونه کیږي، چې په عملي کېدو سره به یې د هېواد د ملي عوایدو په کچه کې زیاتوالی راشي او سلګونو هېوادوالو ته به کاري فرصتونه برابر شي د یادونې وړ ده، چې د پانګونې دغه پروژې د پانګونې بین الوزارتي کمېټې او اړوندو ادارو په هلو ځلو سره عملي بڼه پیدا کړې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: امن افغانستان د ټولو لپاره له اقتصادي او سیاسي پلوه لوی فرصت ګڼل کېږي، هېڅوک باید فرصتونه په تهدیدونو بدل نه کړي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن یکشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۱۴مه نېټه په کندهار ولایت کې د الجامعة الاسلامیة دارالعلوم کندهار د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۱:۱
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۸.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۹ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۰:۴۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د ښاروالۍ پر ځمکه. . .

BACK TO NEWS