د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د دفتر نوی عمومي رئیس معرفي شو

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۲ - ۱۳:۴۸
5U2A1184

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام  د ۴۶۳۳ ګڼې حکم پر اساس، محترم مفتي عبدالله عزام د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي رئیس په توګه د یاد معاونیت د رييسانو، مرستیالانو او آمرینو په حضور کې په رسمي ډول معرفي او پر کار یې پيل وکړ. محترم عبدالله عزام د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د مقام له باور څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې ورسپارل شوې دندې به په پوره امانتدارۍ سره پرمخ بوځي او د معاونیت له وړاندې ټاکل شویو موخو ته د رسېدو په لاره کې به له هېڅ راز هلو ځلو ډډه ونه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۲۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر دولت له سفیر ښاغلي مردف. . .

BACK TO NEWS