د برېښنا سکټور پینځه کلن پراختیايي پلان په پرنسیپ کې تایید شو

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۱:۵۷
photo_٢٠٢٣-١٢-٠٥

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو موضوعاتو په اړه هراړخیز بحث وشو. دغې ناستې ته د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د برېښنا سکټور پنځه کلن پراختیايي پلان د بحث لپاره وړاندې شوی و، چې تر هراړخیزې ارزونې وروسته په پرنسیپ کې تایید او د منظورۍ لپاره به اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شي. د دغه پنځه کلن پلان پر اساس به په راتلونکو پنځو کلونو کې د ۳.۸ میلیارده ډالرو په ارزښت شاوخوا ۲۰۰ د برېښنا تولید مختلفې پروژې بشپړې شي، چې له مخې به یې افغانستنان د برېښنا تولید په برخه کې خودکفايۍ ته نږدې شي. همدارنګه په دغه غونډه کې د افغانستان د غالیو تولیدوونکو او صادروونکو اتحادیې د ځمکو وېش په اړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ یوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو یاده موضوع په هراړخیز ډول وڅېړي او خپل راپور د دغه کمېټې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي. همدا راز د عدلیې، مالیې، کانونو او پټرولیم او اوبو او انرژۍ وزارتونو له استازو څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د افغانستان برېښنا شرکت، افغان ګاز تصدي او بیات پاور ترمنځ له طبیعي ګازو څخه د برېښنا د تولید درې اړخیز تړون په هراړخیز ډول وڅېړي او خپل راپور د دغه کمېټې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په ځانګړې غونډه کې د شویو ۱۳ پرېکړو د تعقیب په موخه غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه ترسره شوه. غونډې ته چې نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په ۲۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۷:۲۱
Background image

اقتصادي کمېسیون د ملي پراختیا ستراتيژۍ مسوده تایید کړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه. دغه غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د سټنډرډ عالي شورا له لوري په بېلابېلو برخو کې ۳۰ سټنډرډونه تصویب شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د سټنډرډ عالي شورا درېیمه نوبتي غونډه ترسره شوه. دغه غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په ۲۴مه نېټه په. . .

BACK TO NEWS