د ا.ا.ا د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ لوړ رتبه امارتي پلاوي د ایران اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۱۳:۵۱
WhatsApp Image 2024-05-23 at 10.08.53_10619393.jpg

د محترم ملا عبدالغني برادر آخوند  په مشرۍ لوړپوړي امارتي پلاوي، چې د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي یې ملتیا کوله د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه نېټه د ایران اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس سید ابراهیم رئیسي او بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ. د اسلامي امارت پلاوي د ایران اسلامي جمهوریت له نوي سرپرست ولسمشر دکتور محمد مخبر، بهرنیو چارو وزیر علي باقري او پوځ له مرستیال سره هم وکتل او د افغانستان د خلکو او اسلامي امارت په استازولۍ یې له ایران سره ځان په غم کې شریک وباله او د ایران حکومتي مسوولینو او ولس ته یې د همدردۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۵۴
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمیټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان په ۳۰ مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د هېواد په شپږو ولایتونو ( ارزګان، دایکندي،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۵۴
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمیټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان په ۳۰ مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د هېواد په شپږو ولایتونو ( ارزګان، دایکندي،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۳۰
Background image

عزیزي انرژۍ شرکت د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره ټول تخنیکي وسایل پېرلي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۳۰مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د هېواد له ملي سوداګر او پانګوال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS