ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځه میلیارده افغانیو په ارزښت مختلفې پروژې منظورې کړې

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۱۵:۵۶
5U2A0550

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځو میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۱۲ پروژو قراردادونه منظور او د درېیو هغو تعدیل کړل. د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم ۲۲ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې، چې له جملې یې د ۱۲ پروژو قراردادونه منظور، د درېیو تعدیل او د ۷ پروژو د قراردادونو په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې په هراړخیز ډول یې وڅېړي او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون له مشرتابه سره شریک کړي. په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د یوشمېر ولایتونو په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړول، د بادغیس – فاریاب لویې لارې د دوهمې برخې قیر اچونه او د همدې لارې د استنادي دیوالونو جوړول، د هرات د نورالجهاد سب سټېشن د انسلیټرونو نصب او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي، چې مالي تمویل یې د اسلامي امارت له لوري کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۲:۲۶
Background image

د سهامي شرکتونو د رامنځته کېدو لپاره کړنلاره جوړېږي

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د مقام د دفتر عمومي ریاست د مرستیال په مشرۍ د سهامي شرکتونو د رامنځته کېدو لپاره د کړنلارې جوړېدو په تړاو د ټاکل شوې کمېټې لومړنۍ غونډه ترسره شوه. دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۰:۴۵
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په ځانګړې ناسته کې د شوو پرېکړو د تعقیب غونډه جوړه شوه

د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون د ځانګړې غونډې د شویو پرېکړو د تعقیب دوهمه غونډه د روان لمریز کال د وري میاشتې په ۲۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۴:۳۱
Background image

د کابل او تهران ترمنځ په اقتصادي برخه کې د شوې توافقنامې پر بشپړ تطبیق ټینګار وشو

د کابل او تهران ترمنځ په اقتصادي برخه کې د شوې توافقنامې د بشپړ تطبیق په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې تخنیکي کمېټې  نوبتي تعقیبي غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په ۲۰مه. . .

BACK TO NEWS