په افغانستان کې د لس میلیارد ډالرو په پانګونې سره د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید تفاهم‌لیک لاسلیک شو

masih_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۴:۶
Azizi Energy

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۱مه نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د اوبو او انرژۍ وزارت او عزیزي انرژي خصوصي شرکت ترمنځ د لس میلیارد ډالرو په پانګونې سره د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید، لېږد او ویش په برخه کې تفاهم‌لیک لاسلیک شو.

د دغه تفاهم‌لیک د لاسلیک پرمهال د عزیزي انرژي خصوصي شرکت عمومي رییس میرویس عزیزي وویل، د اسلامي امارت په همکارۍ او ملاتړ د دغه پانګونې لپاره قوي هوډ او پوره ژمنتیا لري چې سر له سبا به یې عملي چارې پيل شي.

عزیزي انرژي خصوصي شرکت به د هېواد په مختلفو برخو کې له ګازو، ډبرو سکرو، اوبو، باد او لمر څخه لس زره میګاواټه برېښنا تولید کړي. په دې سره به له ۷ تر ۱۰ کلونو په جریان کې افغانستان د برېښنا تولید په برخه کې بشپړې خودکفایۍ ته ورسېږي او ان بهرنیو هېوادونو ته به هم برېښنا صادره کړي. د لس زره میګاواټه برېښنا څخه به څلور زره میګاواټه برېښنا عامو هېوادوالو او شپږ زره میګاواټه به صنعتي فابریکو ته ځانګړې وي، چې له مخې به یې په زرګونو نوې فابریکې جوړې شي، په میلیونونو افغانانو ته به د کار زمینه برابره او د هېواد اقتصاد به ورسره د پام وړ پرمختګ وکړي.

د دغه تفاهم‌لیک له لاسلیک وروسته به سبا ورځ (د اسد میاشتې ۱۲مه نېټه) د اوبو او انرژۍ وزارت او عزیزي انرژي خصوصي شرکت تخنیکي ټیمونه اړوندو سیمو ته لاړ شي، د لسو ورځو په جریان کې به سروې بشپړه کړي او په راتلونکو شپږو میاشتو کې به یې ډیزاین چمتو شي. له شپږو میاشتو وروسته به په لومړي سر کې له دوه تر درېیو زرو میګاواټو برېښنا د تولید پروژو عملي چارې پيل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

په نږدې راتلونکي کې به د بخش اباد خاکي بند عملي چارې پيل شي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د میزان میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له علماوو او قومي مشرانو سره وکتل.. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۰:۲۲
Background image

له قمبر څلورلارې تر خیرخانې کوتل د غځېدلي سړک چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت تخنیکي ټیم د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۲۶مه نېټه له قمبر څلورلارې تر خیرخانې کوتل د غځېدلي سړک چارې له نږدې وڅارلې. د اقتصادي معاونیت تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۵:۱۷
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳.۸ میلیارده افغانیو په لګښت شپږ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۳۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

BACK TO NEWS