د افغانستان برېښنا شرکت او عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت ترمنځ د برېښنا تولید د پنځو مهمو پروژو د عملي چارو د پيل تړونونه لاسلیک شول

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۳:۱۷
د افغانستان برېښنا شرکت او عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت ترمنځ د برېښنا تولید د پنځو مهمو پروژو د عملي چارو د پيل تړونونه لاسلیک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۲مه نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د افغانستان برېښنا شرکت او عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت ترمنځ د ۸۴۵ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید د پنځو مهمو پروژو د عملي چارو د پيل تړونونه لاسلیک شول. د دې تړونونو له مخې به د عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت د کابل ولایت په نغلو سیمه کې ۱۰۰ مېګاواټه لمریزه برېښنا، د پروان ولایت په باریک اب سیمه کې ۱۰۰ مېګاواټه لمریزه برېښنا، په غزني ولایت کې۱۳۰ مېګاواټه لمریزه برېښنا او همدارنګه په تخار ولایت کې ۱۶۵ مېګاواټه او په بغلان ولایت کې۳۵۰ مېګاواټه د ډبرو سکرو برېښنا تولید کړي.

په یادو پروژو شاوخوا ۴۶۳ میلیون ډالر پانګونه کېږي، چې د لمریزې برېښنا پروژې به په دوه کلونو او د ډبرو سکرو پروژې به په درېیو کلونو کې بشپړې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۵
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۳
Background image

په اسلام کلا بندر کې د لس زره ټنه په ظرفیت د نفتو او ګازو د زېرمو جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې د نفتو او ګازو د تخلیې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۲۱
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د پوهنې وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو له. . .

BACK TO NEWS