د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون د 1444 هـ ق کال دویمه غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه

fdpm_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۷ - ۱۳:۴۸
۸۸

نېټه: 2022، اګسټ 17مه

په دغه غونډه کې د ټاپي پروژې د رهبرۍ کمېټې لپاره د افغانستان له لوري محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند، چې په کال کې د دولتونو په سطحه غونډه کوي او د ټاپي کمپنۍ لپاره محترم شیخ شهاب‌الدین دلاور، چې د اړتیا په وخت کې د وزارتونو په کچه غونډه کوي، د استازیو په توګه ورمعرفي شول چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې به یې عملي کارونه له هرات ولایت څخه پيل شي.

په دغه غونډه کې د خصوصي بانکونو د تقویې په موخه اقتصادي کمېسیون د بانکي قضیو د ژر خلاصون لپاره له سترې محکمې د یوې اختصاصي محکمې د جوړېدو غوښتنه وکړه او همدارنګه پرېکړه وشوه چې د افغانستان محاکم دې د جایدادونو او ملکیتونو د شرعي قبالو ورکړه پيل کړي، خصوصي ساختماني کارونه دې بیا پيل شي، بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان بانک دې هڅه وکړي چې له مرسته کوونکو سازمانونو سره د همغږۍ له لارې نقدي بشري مرستې د یو بانک پر ځای د څو خصوصي بانکونو له لارې حواله کړي، بهرنیو چارو وزارت دې په ګاونډیو او نورو هېوادونو کې د خصوصي بانکونو د بانکي حسابونو د خلاصون لپاره هڅې وکړي، د افغانستان بانک دې د مالیې وزارت په مرسته خصوصي بانکونو ته ودیعه ورکړي، د بانک ظرفیت ته په کتو دې د دولتي کارکوونکو معاشونه د خصوصي بانکونو له لارې حواله شي، د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې دې خصوصي بانکونه د ایران، پاکستان او مالیزیا له تجربو څخه ګټه واخلي او دغه راز دې د شریعت مطابق د مرکزي بانک د طرزالعمل پر اساس خصوصي بانکونه خلکو ته د اسلامي قرضو(مضاربه، مرابحه، سلم) ورکړه  پيل کړي.

په دغه غونډه کې له ایران سره د اقتصادي موضوعاتو پر سر د مالیې، کانونو او پټرولیم، اوبو او انرژۍ، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د اوسپنې پټلۍ ادارې د یو ګډ باصلاحیته او مسلکي پلاوي پر ټاکلو هم پرېکړه وشوه. دغه پلاوی به په نږدې وخت کې له ایران سره پر بېلابېلو موضوعات بحثونه وکړي.

اقتصادي کمېسیون همدا راز پرېکړه وکړه چې د اوبو او انرژۍ وزارت دې په سرپل ولایت کې د سلطان ابراهیم درې او شیرآبه بندونو لومړۍ سروې ترسره او د ډیزاین چارې بشپړې کړي. سلطان ابراهیم درې بند د 20 میګاواټه برښنا پر تولید سربېره، 250 زره جریبه ځمکه هم خړوبوي، چې په تخمیني ډول پر دواړو بندونو باندې 124میلیونه ډالره لګښت راځي.

د اقتصادي کمېسیون په دغه غونډه کې ټولګټو او ښارجوړونې وزارتونو ته دنده وسپارل شوه، چې د سرپل ولایت د ښاري حلقوي سړک سروې ترسره او ډیزاین یې بشپړ کړي. په دغه غونډه کې همدارنګه پرېکړه وشوه چې په سرپل ولایت کې به د څلورو میلیونو افغانیو په لګښت د یو بل بند د جوړولو کارونه هم پيل شي، چې 7 زره هکټاره ځمکه خړوبوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۷:۵۹
Background image

اقتصادي کمېسیون د کانونو سکټور د عوایدو پالیسۍ مسوده تایید کړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه. دغه غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په ۳۱مه نېټه په مرمرینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په ځانګړې غونډه کې د شویو ۱۳ پرېکړو د تعقیب په موخه غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه ترسره شوه. غونډې ته چې نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په ۲۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۷:۲۱
Background image

اقتصادي کمېسیون د ملي پراختیا ستراتيژۍ مسوده تایید کړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه. دغه غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه. . .

BACK TO NEWS