اقتصادي کمېسیون؛ «د افغانستان بانک» له لوري د صرافانو لپاره جوړه شوې طرحه د تطبیق وړ ده

fdpm_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۹ - ۱۰:۵
Da Afghanistan

نېټه: د 2022 کال د اپریل 21مه

د رياست‌الوزراء د لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسيون د «د افغانستان بانک» له لوري د صرافانو لپاره جوړه شوې طرحه د تطبیق وړ وبلله. دغه طرحه د صرافانو د تنظیم، د کاري جواز درلودو او له افغانستان څخه بهر ته د پيسو د قاچاق د مخنیوي په موخه جوړه شوې ده.

اقتصادي کمېسیون همدارنګه افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو د راتلو او له امله یې د انسان روغتیا ته د پېښېدونکو زیانونو او ترانسپورتي وسایلو د متضرر کېدو د مخنیوي په موخه؛ د «نفتو او ګازو دولتي شرکت» له لوري په انحصاري ډول له نورو هیوادونو د خامو نفتي موادو د راوړلو طرحه هم د تطبيق وړ وبلله، چې تر راوړلو وروسته به خام مواد د تصفيې او پروسس لپاره خصوصي سکتور ته ورکوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS