اقتصادي کمېسیون؛ خصوصي سکتور دې د برښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لومړیتوب ورکړي

نېټه: د 2022 کال د اپریل 23مه

د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسيون پر ټولو هغو مواردو تر مفصلو بحثونو وروسته، چې خصوصي سکتور پکې پانګونې ته چمتو دی؛ د برښنا تولید ته لومړیتوب ورکړ. دغه کمېسیون د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ؛ د کانونو او پترولیم وزارت، سوداګرۍ او صنعت وزارت، د صنعت او معدن او همدارنګه د سوداګرۍ او پانګونې خونو ته دنده ورکړه، څو د ډبرو له سکرو څخه د برښنا د تولید په برخه کې صنعتي پارکونو، لویو ښارونو او دې ته ورته ساحو کې د ډبرو سکرو حجم او د برښنا اړتیا ته په کتو په ګډه لومړیتوبونه معلوم او وروسته په یاده برخه کې عملاً کار پيل کړي.

اقتصادي کمېسیون دغه ګام په داسې وخت کې اخلي، چې افغانستان نږدې ۸۰ سلنه برښنا له بهر هیوادونو واردوي او دې کال په میلیونونو ډالر د هغه لګښت ورکوي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي، خصوصي سکتور له صنعت او سوداګرۍ وزارت سره په همغږۍ د صنایعو، معدن، طبي او خوراکي خدماتو، برښنا او زراعت په برخه کې پانګونې ته چمتو دي. د عزیزي په خبره، په افغانستان کې دننه د برښنا په تولید سره به له یوې خوا بهر هیوادونو ته د کال د میلیونونو ډالرو د تلو مخه ونیول شي او له بلې خوا به په کور دننه صنعت وده وکړي، تولید به زیات او ډېرو خلکو ته به د کار زمینه برابره شي.