اقتصادي ‌کمېسیون؛ د مالیې وزارت په وړاندیز به د یو کال لپاره د اصنافو مالیه له (۱.۵) څخه (۰.۵) سلنې ته راکمېږي

نېټه: د 2022 کال اپریل 4مه

د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د سوداګرۍ وزارت له لوري په هیواد کې د اقتصادي زونونو د جوړولو او ترانسپورټ وزارت له لوري په ټولو ولایتونو کې د ترانسپورټي اډو او ترمینلونو د مدیریت او تنظیم طرحو د ارزونې لپاره ځانګړو کمېټو ته دنده وسپارله، څو یې په اړه د یاد کمېسیون راتلونکي مجلس ته راپور وړاندې کړي.

یاد اقتصادي زونونه به د هیواد په پنځو لویو ولایتونو کابل، کندهار، هرات، مزارشریف او کندهار کې جوړېږي، چې له مخې به یې په کلني ډول د افغانستان په صادرات کې (۳۰) سلنه زیاتوالی راشي او نږدې دوه میلیونو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

 همدارنګه د یاد کمېسیون د پرېکړې پر اساس، د احصائیې ملي ادارې اړوند د «۶۰» جنراتورونو د اخیستلو موضوع د «۱۴۰۱» مالي کال د بودیجې تر تصویب پورې وځنډېده. دغه جنراتورونه د احصائیې ملي ادارې لخوا په ولایتونو کې د خپلو مرکزي ادارو د اړتیا په موخه اخیستل کېږي.

 د ریاست الوزراء د لومړي مرستیال په مشرۍ اقتصادي ‌کمېسیون د مالیې وزارت هغه وړاندیز چې د هیوادوالو اقتصادي وضعیت ته په کتو او د اصنافو د ملاتړ په موخه د یو کال لپاره د اصنافو مالیه له (۱.۵) څخه (۰.۵) سلنې ته راکمېږي؛ د تطبیق وړ وباله او وپتېیل شوه، چې له هغه وروسته به د پایلو پر اساس تصمیم نیول‌ کېږي. له دې مخکې د مالیې د زیاتوالي له امله اصنافو شکایتونه درلودل چې دوی په یاده کچه مالیه نشي ورکولی.