الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند: موږ په ټول توان له بزګرانو ملاتړ کوو

fdpm_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۸ - ۸:۵۲
107

نېټه: 2022، اکټوبر 19مه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند؛ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو  د اووه ویشتم خزاني نندارتون په پرانیست‌غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

محترم ملا صاحب د خپلو خبرو پر مهال وویل، د افغانستان تر اویا سلنه ډېر خلک پر کرنه مصروف دي او د ډېریو ورځنی ژوند پر کرنیز اقتصاد پورې تړلی دی. د همدې سیمو د زیارکښو بزګرانو په هڅو سره د افغانستان د ښارونو خام ارتزاقي مواد برابریږي چې دا کار زموږ ښاري ژوند ته خورا لوی اهمیت لري.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، د دولت په صفت موږ باید پر دې تمرکز ولرو چې د افغانستان زراعت میکانیزه شي، په دې سره به بزګرانو ته هوسايي رامنځته شي. موږ له ټولو سوداګرو څخه غواړو چې بزګرانو ته د دغو اسانتیاوو په برابرولو کې سهیم شي.

الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د کرنیزو محصولاتو اووه ویشتم خزاني نندارتون ته په وینا کې وویل: د بزګرانو د حاصلاتو د زیاتوالي لپاره مهمه ده چې کرنې وزارت پر دوی اصلاح شوي تخمونه وویشي. له طبیعي آفتونو څخه د بزګرانو او باغدارانو د کښتنو د ژغورنې لپاره له خصوصي سکټور څخه غواړم چې د زراعتي باکیفیته درملو پر تولید تمرکز وکړي او لږترلږه افغانستان ته مناسب زراعتي درمل وارد کړي.”

محترم ملا صاحب همدا راز زیاته کړه، موږ ته الله تعالی د سیمې په کچه مستغني هېواد راکړی دی، موږ باید په خپلو هڅو سره خپل ملت د نړۍ له احتیاجه خلاص کړو او افغانستان په هره برخه کې خودکفا کړو. دا ملت ډېر ستړی دی او تر اوسه ورته هېڅ اساسي کار نه دی شوی. زه پر ټولو مسؤلینو غږ کوم چې خپلو مسؤلیتونو ته متوجې و اوسي او د افغانستان د پرمختګ لپاره کار وکړي.

محترم ملا صاحب په پای کې وویل، زه د افغانستان اسلامي امارت د یو مسئول په حیث تاسو ټولو بزګرانو ته اطمینان درکوم چې اسلامي امارت ستاسې تر څنګ ولاړ دی او له تاسو څخه په کلکه ملاتړ کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

په کابل ښار کې د درېیو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.  دې غونډې ته د کابل ښار  په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت پر ځمکه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۵۳
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۴.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۵ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۱ - ۱۸:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۳۱مه نېټه په بلخ ولایت کې د ازبیکستان هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي. . .

BACK TO NEWS