الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند: هغو مؤسساتو ته چې د پکتیکا ولایت زلزله ځپلو ته کورونه جوړوي، د ساختماني موادو رویالیټي معاف ده

fdpm_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۸ - ۱۳:۵۴
108

نېټه: 2022، اکټوبر 20مه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند؛ د پېښو د خطرونو کمولو نړیوالې ورځې لمانځغونډه کې ګډون او وینا وکړه. محترم ملا صاحب په همدې تړاو جوړو شوو مراسمو ته په وینا کې وویل: رامنځته کېدونکي طبیعي حوادث د الله تعالی له لوري دي، خو موږ او تاسې پر ځمکه د الله ج د بنده‌ګانو په صفت یادو پېښو ته په تدبیر نیولو سره مکلف شوي یو. متأسفانه روان اقلیمي بدلون او وروستي طبیعي حوادث د نړۍ تر څنګ، زموږ په ګران افغانستان کې هم د سختو او بې وخته بارانونو باعث شول، چې په پایله کې یې شدید سیلابونه راغلل او زموږ ولسونو ته یې ځاني او مالي تلفات واړول. همدارنګه زموږ د هېواد په جنوب-ختیځ کې سختې زلزلې وشوې چې خلک یې سخت متضرر کړل.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت د خپلو موجوده امکاناتو په کارولو سره کوښښ وکړ چې له زیانمنو شوو خلکو سره مرستې وکړي او ژوند یې وژغوري. موږ په دغه برخه کې له ټولو مسؤلو ارګانونو مننه کوو چې شپه او ورځ یې زحمت و ایست.

محترم ملا صاحب د پېښو د خطرونو کمولو نړیوالې ورځې لمانځغونډې ته وویل، د حکومت په صفت موږ او تاسې مکلف یو چې د زیانمنو شوو لاسنیوی وکړو او په راتلونکي کې د ولس د مرستې لپاره پوره چمتووالی ولرو.

الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په پکتیکا ولایت کې له زلزلو ځپلو سره د مرستو رسولو په دوام وویل، زه د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په حیث په همدې مجلس کې اعلان کوم، چې د مؤسساتو لخوا د تېرې زلزلې له امله د پکتیکا ولایت زلزله ځپلو ته د کورونو جوړولو په باب د ساختماني موادو رویالیټي مکمله معاف ده او پر مسؤلینو غږ کوم چې هلته د متضررو هېوادوالو د کورونو د ودانولو په چارو کې تسهیل وکړي.

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د هېواد شمالي ولایتونو ته د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند څلور ورځنی سفر

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په نهمه نېټه د یکشنې ورځ سهار مهال له کابل څخه د هېواد شمالي ولایتونو ته په سفر روان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۰:۱۰
Background image

په جوزجان ولایت کې د سوداګریز مارکیټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۱۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته له اجنډا سره سم د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۲:۲۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د دښتې لیلې د شهیدانو ارواح ته دعا وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند  د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په یوولسمه نېټه په جوزجان ولایت کې د. . .

BACK TO NEWS