د ا.ا.ا د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړي دولتي پلاوي د قزاقستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال محترم سریک ژومانګارین په مشرۍ له راغلي پلاوي سره په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل

dpmea_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۶ - ۱۵:۵۷
5U2A0940

د ا.ا.ا. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړي دولتي پلاوي د قزاقستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال محترم سریک ژومانګارین په مشرۍ له راغلي پلاوي سره په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل. په لیدنه کې  دواړو لورو پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ترانزيټي، اوسپنې پټلۍ او بنسټیزو پروژو هراړخیزې خبرې وکړې. په دې لیدنه کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د قزاقستان له بشري مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، قزاقستان هر وخت له افغانستان سره  همکاري او ښې اړیکې پاللې دي چې افغانستان هم له خپل لوري د دوستانه اړیکو د ساتلو ډاډ ورکوي. د دې لپاره چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پراخې شي، له دوست هېواد قزاقستان څخه غواړو چې په خپل هېواد کې د افغانستان نوي ډیپلوماتان ومني. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي ثبات لپاره کوټلي ګامونه اخیستي او د لویو زیربنايي پروژو پر پلانونو په چټکۍ سره کار کوي. محترم ملا صاحب له قزاقستان سره د سوداګریزو اړیکو پر پراخولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې په افغانستان کې د ډاډمن امنیت او مرکزي حکومت په رامنځته کېدو سره د اوسپنې پټلۍ شبکو غځولو په څېر لویو پروژو کې د پانګونې له پاره ښه زمینه برابره کړې ده. محترم ملا صاحب د خپلو خبرو پرمهال وویل، افغانستان ته به هغه هېوادونه لومړیتوب ولري چې د دې پروژو په ترسره کولو له افغانستان سره حسن نیت او په دغو برخو کې ښه تجربه ولري. د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال وویل، قزاقستان د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان سره ښې اړیکې درلودلې چې د دغو اړیکو د لا پياوړتیا په موخه به په نږدې راتلونکي کې په قزاقستان کې نوي افغان ډيپلوماتان ومنل شي. ښاغلي ژومانګارین زیاته کړه، افغانستان ته د دوی د سفر اصلي موخه د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د سوداګریزو ستونزو د ژر حل په موخه د ګډې ډلې رامنځته کول، افغان سوداګرو ته د ویزو اسانتیاوو برابرول، په دواړو هېوادونو کې بانکي څانګې پرانیستل او د افغان ټرانس په څېر بنسټیزو پروژو کې له افغانستان سره ګډ کار او په دغه پروژه کې اشتراک کول دي. ژومانګارین د خپلو خبرو پر مهال وویل، تېر کال قزاقستان او افغانستان شاوخوا د یو میلیارد ډالرو په ارزښت سوداګري درلوده چې د پخوا په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي او د دواړو هېوادونو د اقتصادي همکاریو په زیاتیدو به سږ کال دغه اندازه تر درېیو میلیاردو ډالرو ورسوي. د ناستې په پای کي دواړو لورو هیله څرګنده کړه چې دغه ډول ناستې دې دوامداره او د دواړو هېوادونو د مشترکو ګټو لپاره دې پکې مثبت پرمختګونه رامنځته شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۳:۲۴
Background image

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له کجکي بند څخه لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د وري میاشتې په ۲۷مه نېټه هلمند ولایت ته د خپل سفر پرمهال له کجکي بند څخه لیدنه وکړه.  د ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۱:۴۶
Background image

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ارزګان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳لمریز کال د وري میاشتې په ۲۷مه نېټه په ارزګان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو هېوادوالو سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۵:۵۱
Background image

د نېله باغ هستوګنیزې پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د ۱۴۰۳ لمریز کال د وري میاشتې په ۱۹مه نېټه د نېله باغ هستوګنیزې پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوه. محترم ملا صاحب د. . .

BACK TO NEWS