د اسلامي همکاریو سازمان: نړیوالو درک کړې چې په افغانستان کې وضعیت ښه شوی

fdpm_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۸ - ۱۱:۵۰
Situation in af Improve

نېټه: د 2022 کال د مارچ 9مه

د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي (طارق علي بخیت) سره وکتل او دواړو لورو په افغانستان کې پر بشري مرستو، د ښځو پر تعلیم، امنیت، د فساد پر وړاندې پر مبارزې او د زیربنايي پروژو پر پيلولو خبرې وکړې.

محترم ملا صاحب د اسلامي همکاریو له سازمان مننه وکړه، چې تازه یې په افغانستان کې خپل دفتر پرانیست او فعالیت يې پيل کړ.

 د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي وویل، نړیوالو اوس دا درک کړې چې په افغانستان کې د فساد پر وړاندې جدي ګامونه اخیستل شوي او وضعیت ورځتر بلې په ښه لوري روان دی. نوموړي زیاته کړه، د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان ته د یو مهم غړي هیواد په توګه ګوري؛ ځکه خو له افغانانو سره د بشري مرستو کولو په موخه صندوق جوړوي، چې په نږدې راتلونکي کې به یې افتتاح هم وکړي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کندز ولایت په ابدان دښته کې د ۳۰۰۰ واحده استوګنیز ښارګوټي د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

BACK TO NEWS