د اقتصادي کمېسیون 22مه ناسته ترسره شوه

نېټه: 2022، جون 9

د رياست الوزراء د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسيون په 22مه غونډه کې پر بېلابېلو موضوعاتو مفصل بحثونه وشول. د ماليې وزارت، اوبو او انرژۍ وزارت، د افغانستان بانک او د فراه ولس استازو يوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې د فراه د بخش آباد برښنا بند له نږدې وګوري او د پاتې کارونو په اړه يې راپور د دغه کمېسيون راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي.

د یاد بند د دریو تونلونو قرارداد په 1398 لمریز کال له ترکي شرکت سره شوی، چې یوڅه کارونه یې ترسره شوي، خو نور د انوایسونو د نه جمع کېدو له کبله په ټپه ولاړ دي. د یادو تونلونو قرارداد په 11.8 میلیونه ډالره شوی و، چې له جملې یې 2.9 میلیونه ډالر دغه شرکت ته جمع شوي دي.

د اقتصادي کمېسيون په ياده غونډه کې همدارنګه ماليې وزارت، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او د افغانستان بانک مسلکي استازو ته هدايت وشو، چې له کانونو او پتروليم وزارت سره "د کانونو د استخراج قانون" باندې په ګډه له سره غور وکړي.

د دغه قانون پر اساس به له هغو شرکتونو سره تړون کېږي، چې پر مالي توانايۍ سربېره د استخراج ظرفيت هم ولري.

پر یاد قانون له سره غور په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې ځینو شرکتونو د کانونو او پترولیم پر وزارت نیوکې کړې دي. دوی وايي، یاد وزارت دې داوطلبۍ پروسه په ښه ډول نه ده ترسره کړې.