د الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د سوالګرو راټولولو کمېټې د روان کال د سنبلې تر 16مې نېټې پورې 3678 سوالګر راټول کړي دي

fdpm_admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۹ - ۱۰:۲۳
97

نېټه: 2022، سپټمبر 8مه

د راټولو شوو سوالګرو له جملې 2644 ښځینه دي چې تر ارزونې وروسته یې 748 مستحقې او 1896 بیا حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي. 329 نور نارینه دي چې تر ارزونې وروسته یې 80 مستحق ګڼل شوي او 249 بیا حرفوي سوالګر دي.

په راټولو شویو 3678 سوالګرو کې بیا 705 ماشومان دي چې له ډلې یې 277 مستحق، 402 حرفوي او 26 بیا بې سرپرسته ماشومان دي چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته لېږل شوي.

د یادولو وړ ده چې ټولو مستحقو سوالګرو سره د افغان سرې میاشتې ټولنې له لوري د نقدي مرستو پروسه پیل شوې او د سوالګرو راټولولو کمېټې له لوري هڅې روانې دي، چې د نورو اړوندو ارګانونو لخوا هم ورسره نقدي او نورې مرستې برابرې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۵۴
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمیټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان په ۳۰ مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د هېواد په شپږو ولایتونو ( ارزګان، دایکندي،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۵۴
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمیټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان په ۳۰ مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د هېواد په شپږو ولایتونو ( ارزګان، دایکندي،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۳۰
Background image

عزیزي انرژۍ شرکت د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره ټول تخنیکي وسایل پېرلي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۳۰مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د هېواد له ملي سوداګر او پانګوال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS