د جاپان سفیر د ریاست‌الوزراء له لومړي مرستیال سره وکتل

نېټه: د 2021 کال د نومبر 24مه

د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د روان کال د قوس میاشتې په درېیمه نېټه د چهارشنبې ورځ په خپل کاري دفتر کې د جاپان له سفیر سره وکتل او دواړو لورو پر سیاسي، امنیتي، اقتصادي، بشري مرستو او ځینو نورو مهمو مسایلو خبرې وکړې.

ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، په افغانستان کې اوس امنیت د پخوا په پرتله ښه شوی او هېچا ته خطر نشته. نوموړي زیاته کړه: «موږ د جاپان په ګډون د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو او له هغوی سره په ګډه د افغانستان د ابادۍ لپاره کار کولو ته ژمن یووملا برادر اخوند زیاته کړه، په اوسني وضعیت کې د امریکا او نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان د نهه میلیارده ډالرو کنګل کېدل او نور اقتصادي بندیزونه بشردوستانه نه دي او دوی باید ژر تر ژره دغه پیسې خلاصې کړي.

د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا د خپلو خبرو پر مهال وویل، موږ غواړو چې د افغانستان له اسلامي امارت سره یوځای کار وکړو او په راتلونکي کې به له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړو. نوموړي زیاته کړه، هغه مرستې چې دوی یې له افغانانو سره کوي، باید په شفاف ډول اړمنو خلکو ته ورسېږي.

تاکاشي اوکادا همدارنګه وویل چې دوی د افغانستان حالات له نږدې څاري او د اګست د ۱۵مې په پرتله اوس د امنیت په اړه ډاډمن شوي، چې په نږدې راتلونکي کې به دوی خپل سیاسي فعالیت شروع او سفارت به بېرته پرانیزي.

ملا برادر اخوند د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا ته ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې د بهرنیو ډیپلوماتانو امنیت په بشپړ ډول خوندي دی او بهرني هیوادونه باید له نورو ځایونو څخه د سفارتي چارو  د پرمخ وړلو پر ځای په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیزي. برادر اخوند د جاپان له بشري مرستو مننه وکړه او  وویل، هغه مرستې چې نړیوال یې له افغانانو سره کوي، په شفاف ډول به اړمنو خلکو ته ورسېږي.

په یاده لیدنه کې دواړو لورو له افغانستانه د ډېری لوستو او کادري خلکو د وتلو په اړه هم خبرې وکړې. د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، د افغانستان اسلامي امارت د ټولو افغانانو امنیت خوندي کړی او هېچا ته د سر او مال خطر نشته. برادر اخوند زیاته کړه، امریکا او متحدینو یې په افغانستان کې له نظامي ماتې خوړلو وروسته اوس دلته سړه جګړه پيل کړې او غواړي چې له دې لارې چې ډېریو افغانانو ته وايي: «د افغانستان اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې ستاسې امنیت خوندی نه دی

د ملا برادر اخوند په خبره، دوی د افغانستان اسلامي امارت او ولس تر منځ خلا رامنځته کوي او په یو ډول د افغانانو اتفاق او اتحاد ته زیان رسوي. نوموړي وویل، امریکا له افغانستانه هر وتونکي کس ته لس زره ډالر ورکوي، که دا کار د سیمې په بل هر هیواد کې هم ترسره شي، د افغانانو په نسبت به څو چنده زیات خلک له هغه هیوادوه هم ووځي، چې د امریکا دغه کار د ټولو نړیوالو بشري حقونو خلاف دی.

ښاغلي برادر زیاته کړه، دوی ټولو هغو کورنیو او بهرنیو کسانو ته د وتلو اجازه ورکړې، چې قانوني اسناد ولري. نوموړي وویل، موږ د امریکا له متحده ایالاتو غواړو چې په افغانستان کې دغه ډول لاسوهنې نورې بندې کړي او پر ځای یې د افغانستان له اسلامي امارت سره دوه اړخیزې همکارۍ او ګډ کار کولو ته راوګرځي.

په یاده لیدنه کې د جاپان سفیر په افغانستان کې د بشر حقونو او د نجونو د ښوونځیو د بېرته پرانیستو او د ښځو د کار کولو په اړه هم اندېښنه وښوده. هغه وویل، موږ په افغانستان کې د نجونو او ښځو د راتلونکي په اړه اندېښمن یو، چې دوی ته به بېرته د زده کړو او کار کولو حق ورکړل شي او که نه.  

د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال ښاغلي ملا برادر اخوند د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا ته ډاډ ورکړ، چې دوی د شریعي اصولو په چوکاټ کې د نجونو ښوونځیو ته د بېرته پرانیستو اجازه ورکوي، چې دا لړۍ په ځینو ولایتونو کې عملاً روانه ده. نوموړي وویل: «د اسلامي اصولو په چوکاټ او د اسلامي حجاب پر مراعاتولو سره د اړتیا له مخې یې په روغتیا، د ښوونې او روزنې او کورنیو چارو وزراتونو، د کابل نړیوال هوايي ډګر، پاسپورټ ریاست او برېښنايي پېژندپاڼو کې ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړې

ښاغلي ملا برادر اخوند د خپلو خبرو پر مهال وویل، امریکا او متحدین یې ځانونه د بشر حقونو مدافع ګڼي، خو دوی د دې هرڅه خلاف پر افغانستان یرغل وکړ او دا تېر شل کلونه یې دلته هر ډول بشري جنایت ترسره کړ. دوی له افغانستانه د خپلو پوځیانو تر وتلو وروسته د کابل هوايي ډګر ټول نظامي وسایل ویجاړل کړل، د خلکو منځ کې یې وېره خپره کړه او په ډېر وحشیانه ډول یې و ایستل. زموږ پولي زېرمې یې بندې کړې او بېلابېل اقتصادي بندیزونه یې ولګول. خو د افغانستان اسلامي امارت د خپلو هڅو پر مټ وتوانېد چې دغه بد وضعیت تر خپل کنټرول لاندې راولي او خپل ولس ته ټول اړین خدمات برابر کړي.

ملا عبدالغني برادر ټولې هغه ګنګوسې بې بنسټه وبللې چې ګواکي د افغانستان اسلامي امارت د پخواني حکومت کارکوونکو ته په خپل حکومت کې ځای نه ورکوي. هغه وویل: «له ځینو هغو وزیرانو، معینانو او لوړپوړو چارواکو څخه پرته چې ډېر خیانتونه یې کړي، د پخواني حکومت ټول کارکوونکي له موږ سره کار کوي او ټول یې پر خپل ځای پاتې دي

هغه وویل، پخوانی حکومت د نړۍ په کچه په فساد کې د ښکېلو هیوادونو په سر کې و، د اسلامي امارت له راتګ دمخه یې د دولتي کارکوونکو د دریو میاشتو معاشونه نه وو ورکړي، چې له نېکه مرغه د افغانستان اسلامي امارت د یادو کارکوونکو د دریو واړو میاشتو معاشونه په یوځای حواله کړل.

 همدارنګه په یادنه لیدنه کې د دواړو لورو لخوا په راتلونکي کې د دې ډول ناستو پر دوام او د اړیکو پر پراختیا ټینګار وشو او دغه ناستې ګټورې وبلل شوې