د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال  د قطر د امیر له سلاکار محمد المسند سره وکتل

fdpm_admin
شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۱ - ۸:۲۷
Al Musnad

نېټه: د 2022 کال د جون 9مه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د قطر د امیر له سلاکار محمد المسند او مل پلاوي سره په ارګ کې وکتل. محمد المسند په افغانستان کې د اسلامي امارت په واکمنېدو خوښي وښوده او ویې ويل، هيواد يې ژمن دی چې له افغانستان سره په سياسي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د يوه ملګري هېواد په توګه خپلو همکاريو او ملاتړ ته دوام ورکړي.  نوموړي زياته کړه: اوسمهال په افغانستان کې امنیت تأمین شوی، خلکو ته د کار زمینه برابره شوې او نور د دې وخت رسېدلی چې نړۍ ته د افغانستان حقيقي تصوير وښودل شي. د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال د قطر له همېشنیو همکاريو مننه وکړه او ویې ویل، افغانستان د ځان بسياينې پر لور ګامونه اخلي او د قطر په ګډون د نړۍ له هېوادونو سره د پياوړو اقتصادي او سياسي اړيکو غوښتونکی دی. ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، اسلامي امارت په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړې او قطر کولی شي دلته د اوبو بندونو جوړولو، د کانونو استخراج او د برښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۰:۳۵
Background image

د روزګان د مرکز ترينکوټ عيدګاه مرکزي جامع مسجد پرانيستل شو

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵  کال د قوس مياشتې په شپږمه نېټه، د روزګان ولايت د مرکز ترينکوټ عيدګاه مرکزي جامع مسجد پرانيست. د رياست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۳:۴۹
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د یتیم‌تاق د ګازو له سیمې لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په ۲۳مه نېټه د جوزجان ولایت د یتیم تاق د ګازو له سیمې لیدنه وکړه.
د افغان ګاز امارتي شرکت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۳:۳۸
Background image

د بیات پاور د ۴۰ مېګاواټه ګازي برېښنا توربین بیاځلې فعالیت پيل کړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په ۲۳مه نېټه په جوزجان ولایت کې د بیات پاور د ۴۰ مېګاواټه ګازي برېښنا توربین د بیاځلې فعالیت د. . .

BACK TO NEWS