د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان له پاره د چین ولسي جمهوریت له سفیر ښاغلي وانګ یو سره وکتل

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۴ - ۱۰:۴۸
01

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان له پاره د چین ولسي جمهوریت له سفیر ښاغلي وانګ یو سره وکتل. په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او چین ترمنځ د سترو اقتصادي پروژو د هوکړه شویو مواردو پر عملي کولو او ددې پروژو د عملي چارو پر پیل هر اړخیزې خبرې وکړې. محترم ملاصاحب وويل، چين او افغانستان تاريخي اړيکې لري او اسلامي امارت د دغو اړيکو لا پراختيا غواړي، چین په نړیوال اقتصادي فورم کې اوسمهال تر ټولو ښه ځای لري او اسلامي امارت د چین له حکومت څخه غواړي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. د هغه په خبره، افغانستان پراخې طبیعي زېرمې لري او اوسمهال په افغانستان کې یو خوندي چاپېریال رامنځته شوی دی. ښاغلي ملا صاحب همدا راز له چین هېواده وغوښتل چې افغانستان دې د «یو کمربند او یوه لار» پروژه کې ور داخل کړي. د چین لوی سفیر وانګ ‌یو د خپلو خبرو پر مهال وویل، چین له افغانستان سره د خپلو اړیکو پراختیا غواړي او په هر حالت کې د نوي حکومت ملاتړ کوي. د هغه په خبره، چین په همدې موخه په پلان کې لري چې ډېر ژر به په هغو پروژو چې د چین له لوري پیل شوې وې، عملي کار پیل کړي او همدارنګه هغه نورې لویې پروژې چې د نړېوال بانک یا هم د آسیا پراختیایي بانک له لوري تمویلېدې او اوس نیمګړې پاتې دي، غواړي بشپړې کړي. دده په خبره دوی د افغانستان اسلامي امارت څخه غواړي،  هغه پروژې چې دوی ته لومړیتوب لري، له دوی سره دې په اړه معلومات شریک کړي، تر څو  دوی په دې برخه کې د پانګونې له پاره پلان جوړ کړي. د چین سفیر زیاته کړه، هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان اسلامي امارت سره خپلو دوه اړخیزو همکاریو او اړیکو ته دوام ورکړي او په دې برخه کې به له هېڅ راز هلو ځلو ډډه ونکړي.په پای کې محترم ملاصاحب وويل، د افغانستان اسلامي امارت چين ته د ټولو هغو اندېښنو د له منځه وړلو اطمينان ورکوي چې دوى يې د افغانستان له خاورې څخه د پېښېدو په اړه لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

په کابل ښار کې د درېیو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.  دې غونډې ته د کابل ښار  په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت پر ځمکه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۵۳
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۴.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۵ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۱ - ۱۸:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۳۱مه نېټه په بلخ ولایت کې د ازبیکستان هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي. . .

BACK TO NEWS