د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبدالطیف منصور د بخش آباد بند د تونلونو جوړولو چارو پرانیسته وکړه

dpmea_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۳۰ - ۱۴:۱۵
WhatsApp Image 2023-05-21 at 10.37.47

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبدالطیف منصور د بخش آباد بند د تونلونو جوړولو چارو پرانیسته وکړه. محترم ملا صاحب د بخش آباد بند د پرانیستو مراسمو ته وویل، بخش آباد بند د فراه ولایت لپاره یوه مهمه او حیاتي پروژه ده او مونږ په ټول توان د دغې پروژې په بشپړولو کې د فراه ولس تر څنګ ولاړ یو. دا وعده یوازې په الفاظو کې نه کوو، بلکې په ډېر اخلاص سره به یې چارې په عمل کې بشپړې کړو. محترم ملا صاحب زیاته کړه، اسلامي امارت د فراه ولسونو د ستونزو حل د خپل ځان مسوولیت ګڼي، موږ باید تېر کال هڅه کړې وی چې سږ کال مو د دغه بند اوبه ذخیره کړې وی او ضایع شوې نه وی؛ خو اسلامي امارت ته د افغانستان ډېرې ستونزې په میراث ورپاتې دي، چې د ټولو حل په یو وخت کې ممکن نه دی. د افغانستان اقتصادي زیربناوو بیارغونه ډېر کار ته اړتیا لري او په جدي توګه مې هڅې پیل کړې ترڅو په اقتصادي ډګر کې د ښو تحولاتو شاهدان واوسو. محترم ملا صاحب د خپلو خبرو پر مهال وویل، د فراه ولسونو د اسلامي نظام د راتلو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي، دا اوس زموږ مسوولیت دی چې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړو او هغه لویې پروژې ورته بشپړې کړو، چې د دوی اقتصادي ستونزې پرې حل کېدای شي. د بخش آباد بند د پاتې چارو د تکمیلۍ په برخه کې به له شته امکاناتو څخه استفاده وکړو او له قراردادي شرکت څخه هم غواړو چې په اخلاص او امانتدارۍ سره ورسپارل شوې چارې بشپړې کړي. په پای کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ټول ملت ته ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت مسوولین د هېواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره صادق او ژمن دي، له ټول ملت مو هیله دا ده چې د هېواد په بیارغونه کې له خپل حکومت سره اوږه په اوږه ودرېږي. د بخش آباد بند له ښي لوري د ۵۰ کیلومټره او له چپ لوري د ۵۲ کیلومټره کانال په لرلو د ۶۸ زره او ۵۹۰ هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري چې پیل شوې چارې به یې په نېږدې راتلونکي کې بشپړې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۲۷
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (دوشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په څلورمه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۶:۱۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۷ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (یکشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په درېیمه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د خصوصي سکتور له لوري د فاسفیټ، مس او جستو د اکتشاف، کیندنې او. . .

BACK TO NEWS