د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د صنعت اونۍ لمانځلو په مناسبت د کابل نړیوال نندارتون پرانیسته وکړه

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۱ - ۱۴:۵۵
5u2a1852

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د صنعت اونۍ لمانځلو په مناسبت د کابل نړیوال نندارتون پرانیسته وکړه. محترم ملا صاحب په همدې موخه جوړو شوو مراسمو ته وویل، صنعت او تولید د هېواد په اقتصادي وده کې د ملا د تیر حیثیت لري. یو هېواد هغه وخت پرمختګ کولای شي چې قوي صنعت ولري او له دې اړخه نه یوازې دا چې پر خپل ځان بسیا واوسي، بلکې نورې نړۍ ته هم خپل تولیدات صادر کړي. له بده‌مرغه اوږدو جګړو او د واکمنانو عدم ژمنتیا او نه ارادې افغانستان دې ته نه دی پرېښی چې له اقتصادي اړخه چټک مزل وکړي، خو الحمدلله د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد د اقتصادي ودې لپاره اساسي ګامونه اخیستل شوي. محترم ملا صاحب د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه، دا چې د صنعت او تولید لپاره برېښنا اړینه ده، له همدې ځایه ټولو هېوادوالو او په ځانګړي ډول صنعتکارانو ته زېری ورکوم چې ژر به په کور دننه د تولید شوې کافي برېښنا څښتنان واوسو. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال جوړو شوو مراسمو کې وویل، هغه څوک چې په صنعت کې پانګونه وکړي او په خپلو تولیداتو کې اسلامي امارت ته د کمیت او کیفیت تضمین ورکړي، اسلامي امارت به له بهر څخه د هغو شیانو د تورید د مخنیوي او کورني صنعت ته د بازارموندنې په موخه د خودکفایۍ په اندازه تعرفه لوړه کړي. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په بهر مېشتو افغان پانګوالو غږ وکړ چې خپل هېواد ته راستانه شي، دلته پانګونه وکړي او د هېواد د اقتصاد او صنعت په رغونه کې فعاله ونډه واخلي. اسلامي امارت د ټولو صنعتکارانو تر څنګ ولاړ دی او هر ډول ملاتړ یې خپل مسؤلیت ګڼي. په پای کې محترم ملا صاحب له هغو ټولو صنعتکارانو وروڼو او خویندو څخه مننه وکړه چې د هېواد د اقتصادي ودې او صنعت ته د پرمختګ ورکولو لپاره یې پانګونه کړې. کابل نړیوال نندارتون کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته د بازارموندنې، د ملي پانګوالو د ملاتړ، د سوداګرو ترمنځ د اړیکو برابرولو او هېوادوالو ته د کورنیو محصولاتو او تولیداتو د ورپېژندلو په موخه جوړ شوی، چې ټولټال پکې 550 تولیدي فابریکې په 55 بېلابېلو برخو کې خپل محصولات او تولیدات نندارې ته وړاندې کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. دې غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

په کابل ښار کې د درېیو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.  دې غونډې ته د کابل ښار  په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت پر ځمکه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۵۳
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۴.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۵ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

BACK TO NEWS