د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د نوي کابل د لومړي فاز د دوهم پارسل پروژې د جوړېدو چارو د پيل په پرانیست‌غونډه کې ګډون او وینا وکړه

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۶ - ۱۶:۱
5U2A6953

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د نوي کابل د لومړي فاز د دوهم پارسل پروژې د جوړېدو چارو د پيل په پرانیست‌غونډه کې ګډون او وینا وکړه. محترم ملا صاحب په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، د اسلامي امارت مشران ژمن دي چې افغانستان له سیالانو سره سیال کړي او په دې لاره کې نه ستړې کېدونکې هڅې کوي، چې د دې پروژې پيل یې ښه بېلګه ده. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، د نوي کابل پروژه د هېواد په کچه د خصوصي سکټور او اسلامي امارت تر منځ د مشارکت یوه ستره ملي پروژه ده، چې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې ښه زمینه برابروي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د نوي کابل پروژه د ژوند کولو په ټولو سهولتونو برابره ده، چې په بشپړېدو سره به یې له اوسني کابل ښار څخه نوي کابل ته د نفوسو انتقال پيل، په اوسني ښار کې به ګڼه ګوڼه راکمه  او د ترافیکي پېښو مخنیوی به وشي.  د نوي کابل پروژه د اوسني کابل ښار یو نیم برابر لویه ده، چې د ۳۷۰ زره جریبه مساحت په درلودو سره په څلورو فازونو کې ډیزاین شوې ده. د یادې پروژې د لومړي فاز چارې په ۵ پارسلونو کې په پام کې نیول شوې، چې نن یې د دوهم پارسل د جوړېدو چارو پرانیسته وشوه. دغه پارسل په ۷۴۰ جریبه ځمکه کې ډیزاین شوی، چې ۱۲ زرو کسانو لپاره به پکې ۲۳۰۰ هستوګنیز کورونه جوړ شي. د نوي کابل پروژې د لومړي فاز دوهم پارسل چارې د کور او ښار جوړولو وزارت تر نظارت لاندې د خصوصي ساختماني شرکت له لوري پر مخ وړل کېږي او زرګونو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابروي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۲۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر دولت له سفیر ښاغلي مردف. . .

BACK TO NEWS