د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په بادام باغ کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین په موخه جوړو شوو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۴ - ۱۴:۵۴
5U2A2600

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په بادام باغ کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین په موخه جوړو شوو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه. محترم ملا صاحب یادو مراسمو ته وویل، موږ د افغانستان د زرغونولو او نیالګیو کېنولو په موخه د دا ډول پروګرامونو ستاینه کوو او باوري یو چې په دې سره به ډېرې شاړې ځمکې زرغونې او طبیعت ته به یې ګټه ورسېږي. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، افغانستان یو زراعتي، د پرېمانه اوبو او مناسب طبیعي چاپېریال لرونکی هېواد دی، چې باید هوا یې تر نورو هېوادونو پاکه وای، خو له بده‌مرغه د پاکې انرژۍ نشتون او د څو لسیزو په اوږدو کې د اشغالګرو لخوا د خطرناکو بمونو او کیمیاوي وسلو استعمال زموږ د هېواد پر هوا او طبیعت بد تاثیر کړی دی. د دغه ککړ چاپېریال او وژونکو کیمیاوي موادو له تاثیراتو څخه د خلاصون یوازینۍ لار د نیالګیو کېنول او د هغه سالمه روزنه ده. دا کار یوازې د حکومت مسؤلیت نه دی، بلکې د هېواد هر وګړی باید په دغه برخه کې کار وکړي څو مو هېواد زرغون او یو ښه چاپېریال ولرو. د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین په مناسبت جوړه شوې غونډه کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ټولو هېوادوالو او په ځانګړې توګه له کابل ښاریانو وغوښتل، چې په خپلو کورونو کې لږ تر لږه یو نیالګی کېنوي او پاللو ته یې پاملرنه وکړي. محترم ملا صاحب وویل، باوري یم که دا کار ترسره شي، په راتلونکو څو کلونو کې به د کابل ټولې تپې زرغونې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS