د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه

dpmea_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۸ - ۱۷:۵
5U2A1303

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو. په غونډه کې د اصنافو د ملاتړ په موخه پر هغوی د مالیې راکمولو په اړه د مالیې وزارت له لوري وړاندې شوی راپور تایید او د اقتصادي کمېسیون د 1401/1/14 مې نېټې پرېکړه تمدید شوه. اقتصادي کمېسیون تېر کال په خپله نوبتي غونډه کې پرېکړه کړې وه چې د اصنافو د ملاتړ په موخه پر هغوی د ټاکل شوې مالیې اندازه له 1.5 څخه 0.5 سلنې ته راکمه او له یو کال وروسته به د پایلو پر اساس تصمیم نیسي. د مالیې وزارت له لوري په وړاندې شوي راپور کې د اقتصادې کمېسیون د تېر کال د پرېکړې پر اساس د دولت خزانې ته په سلګونو میلیونو افغانۍ زیات عواید جمع شوي، د اصنافو ستونزې حل او په شمېر کې یې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. همدا راز په غونډه کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د هدایت مطابق، افغانستان ته له بهر څخه د خامې مالګې د تورید د جوړ شوي میکانیزم په نظر کې نیولو سره، د موقت وخت لپاره اجازه ورکړل شوه. په ناسته کې کانونو او پټرولیم وزارت ته سپارښتنه وشوه چې څومره ژر ممکنه وي، داسې پالیسۍ او کړنې غوره کړي چې افغانستان د پخې مالګې په برخه کې پر کور دننه منابعو څخه خودکفا شي. همدا راز د مالیې وزارت په مشرۍ جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه څو په افغانستان کې د مالګې اړوندو کانونو ذخیرې او د فابریکو لخوا تولیدي ظرفیت وڅېړي او خپل راپور اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي. همدارنګه په غونډه کې پرېکړه وشوه څو هغه فابریکې او شرکتونه چې په کابل ښار کې معدني اوبه او غیر الکولي مشروبات تولیدوي، مکلف دي چې د اوبو ټولې اړتیاوې د ټانکرونو په مرسته، له کابل ښار څخه بهر د اوبو له سطحي سرچینو څخه تأمین کړي.  د غونډې په پای کې د کابل ښار د اوبو سرچینو د تغذیې په موخه د اقتصادي معاونیت په مشرۍ جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو له کابل ښار څخه بیرون په بل مناسب ځای کې په تدریجي ډول د معدني اوبو او غیر الکولي مشروباتو د تولیدي فابریکو او شرکتونو او همدا راز د شنو خونو او کرنیزو فارمونو د ځای پر ځای کولو په موخه، یو واضح او عملي طرزالعمل جوړ او د تاییدۍ لپاره یې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۲:۲۴
Background image

د پنجشیر پارنده برېښنا تولیدي فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۲۲مه نېټه د پنجشیر پارنده برېښنا تولیدي فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارله.

د ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۰:۱۱
Background image

له سکټوري ادارو سره د موسسو او مرستندویانو د ستونزو او مسایلو د حل عالي کمېټې لومړۍ غونډه وشوه

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو د رئیس په مشرۍ له سکټوري ادارو سره د موسسو او مرستندویانو د ستونزو او مسایلو د حل عالي کمېټې لومړۍ غونډه د روان کال د عقرب په ۲۱مه په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۰:۵۶
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د پانګونې پر یوشمېر طرحو بحث وکړ

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۲۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. غونډې ته د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د دوه استوګنیزو او. . .

BACK TO NEWS