د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون د 1444 هـ ق کال لومړۍ غونډه ترسره شوه

نېټه: 2022، اګسټ 10مه

په دغه غونډه کې د «مصطفی صادق عظیمي سوداګریز شرکت » له لوري پر اوږدمهالې پانګونې، هېواد ته د بې کیفیته تېلو د واردولو پر مخنیوي، د ټاپي پروژې مشرتابه پلاوي ته د ا.ا.ا استازي د معرفۍ، بهر ته د زړې اوسپنې د لېږد پر بندېدو او د زړې اوسپنې سوداګرو د ستونزو پر معقول حل مفصل بحثونه او لازمې لارښوونې وشوې.

د اقتصادي کمېسیون په دغه ناسته کې د کانونو او پټرولیم وزارت ته لارښوونه وشوه، چې د ټاپي پروژې مشرتابه پلاوي ته د ا.ا.ا استازي د معرفي کولو په اړه په ټاپي پروژه کې د شریکو هېوادونو څخه د معلوماتو په کولو، دا جوته کړي چې د افغانستان لخوا یاد پلاوي ته په کومه سطحه استازی معرفي شي. یاد وزارت دې مطلوب معلومات د اقتصادي کمېسیون په راتلونکې غونډه کې د کمېسیون غړیو ته وړاندې کړي.

همدارنګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست په مشرۍ د ښارجوړولو، اقتصاد او مالیې وزارتونو، د چارو ادارې لوی ریاست او کابل ښاروالۍ ګډ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې د مصطفی صادق عظیمي شرکت له خوا د کابل شهر نو پارک د جوړولو طرحه په دقیقه او هراړخیزه توګه وڅېړي او خپل وړاندیزونه دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

همداراز د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ، د مالیې او عامې روغتیا وزارتونو او چاپېریال ساتنې ادارې له خوا دې یو تخنیکي پلاوی وټاکل شي چې د نورم او سټنډرډ ملي ادارې د معیارونو په پام کې نیولو سره د یادې ستونزې د حل لپاره په بندرونو کې د نفتي موادو د ټسټ بهیر وڅاري او د خپلو اجراآتو رپوټ د اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

همدا ډول د رنګه فلزاتو ستونزې د حل په موخه، د فلزاتو د صدور د مخنیوي او سوداګرو تر منځ د جوړجاړي پخوا ټاکل شوی پلاوی دې د یادې موضوع د حل لپاره بیا فعال شي او د سکټور د غړیو په مشوره دې د رنګه فلزاتو ستونزه په بنسټیزه بڼه حل کړي او د خپلو کړنو راپور دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي. غونډه، د آباد او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان په دعا سره پای ته ورسېده.