د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال د افغانستان لپاره د ازبیکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي سره وکتل

fdpm_admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳۱ - ۱۰:۴۷
Uzbek

نېټه: د 2021 کال د نومبر 30مه

د ریاستالوزراء لومړي مرستیال د افغانستان لپاره د ازبیکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي، عصمت‌الله ارکاشوف سره وکتل. دغه لیدنه د دواړو لوریو لخوا نن سهشنبه په ارګ کې وشوه، چې پکې پر اقتصادي او سیاسي مسایلو خبرې وشوې.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، یوازې بشري مرستې د افغانانو ستونزې نشي حل کولی. که د سیمې هېوادونه او نړیوال غواړي چې افغانان له دغو ستونزو څخه ووځي، نو زموږ د کنګل شوو پیسو پر ازادولو سربېره دې دلته لویې اقتصادي پروژې هم پلي کړي.

ښاغلي برادر له ازیبکستاني لوري څخه وغوښتل، چې د کابل د سقوط پر مهال له افغانستان څخه بېول شوې چورلکې او نظامي وسایل چې د ملت ملکیت دی، باید بېرته د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شي.

 ازبیک لوري وویل، دوی د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه له نړیوالو سره خبرې کوي او دې ته چمتو دي چې په افغانستان کې لویې اقتصادي پروژې پلي کړي. د دغه پلاوي مشر عصمتالله ارکاشوف زیاته کړه، دوی به د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د دوی هېواد ته د ورغلو چورلکو او نظامي وسایطو په اړه تصمیم ونیسي.

 ښاغلي ملا برادر اخوند د خپلو خبرو په پای کې وویل، په افغانستان کې اوس د پانګونې لپاره شرایط برابر شوي او د ازبیکستان په ګډون د سیمې هېوادونه باید د اقتصادي پروژو پيل له رسمیت پېژندلو سره ونه تړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۲۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر دولت له سفیر ښاغلي مردف. . .

BACK TO NEWS