د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون فوق العاده غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۸ - ۱۶:۴۱
5U2A9913

د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون فوق العاده غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو.  په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت دې د مالیې وزارت او نورو اړوندو ادارو سره کار وکړي او د افغانستان برېښنا شرکت لخوا د وړاندیز شویو پروژو(له شبرغان تر الوان دښتې او له الوان دښتې څخه د کابل  تر ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد مزي او په الوان دښته او ارغندۍ کې د سب سټېشن) د پاتې کارونو د بشپړېدو لپاره د تمویل سرچینې وڅېړي او خپلې موندنې دې د اجراآتو په موخه د لسو ورځو په موده کې اقتصادي معاونیت ته وړاندې کړي څو له هغه وروسته یې په بېړنۍ توګه چارې پیل او تر راتلونکي ژمي بشپړې شي. همدارنګه د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د استازي په ګډون، له اقتصاد، کور او ښار جوړولو، اطلاعات او فرهنګ وزارتونو، ملي پراختیا شرکت او کابل ښاروالۍ څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې د ښاري طراحي اصولو ته په کتو دې د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې له چوک څخه تر پښتون مارکېټ پورې اړونده ځمکې بېلابېل اړخونه وڅېړي او خپل راپور دې د وروستي تصمیم په موخه، اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي. همدا ډول په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د (۱۰۰۰) جریبه شاړې ځمکې اړوند دې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مشرۍ له اوبو او انرژۍ، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو څخه جوړه شوې کمېټه دې له یادې سیمې څخه لیدنه وکړي، د خلکو غوښتنو ته په کتو دې د قضیې اړخونه وڅېړي او د ځمکې اجارې، د قرارداد مودې په اړه دې خپل نظرونه له اقتصادي کمېسیون سره شریک کړي. د غونډې په پای کې د بلخ ولایت د (۸) انکشافي شوراګانو حسابونو په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې په وزارتونو او نورو ارګانونو کې د یادو شوراګانو طلباتو او تضمیناتو د ورکړې او له دغو شوراګانو سره د دولت د پاتې اجناسو په برخه کې د اجراآت ترسره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۱:۳۶
Background image

د کرنې وزارت اړوند د عوایدو لوړولو درې طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. غونډې ته له اجنډا سره سم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۲:۲۴
Background image

د پنجشیر پارنده برېښنا تولیدي فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۲۲مه نېټه د پنجشیر پارنده برېښنا تولیدي فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارله.

د ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۰:۱۱
Background image

له سکټوري ادارو سره د موسسو او مرستندویانو د ستونزو او مسایلو د حل عالي کمېټې لومړۍ غونډه وشوه

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو د رئیس په مشرۍ له سکټوري ادارو سره د موسسو او مرستندویانو د ستونزو او مسایلو د حل عالي کمېټې لومړۍ غونډه د روان کال د عقرب په ۲۱مه په. . .

BACK TO NEWS