د سوالګرو ټولولو کمېټې له لوري تر دې مهاله د کابل ښار له بېلابېلو سیمو 3048 سوالګر راټول شوي او دا لړۍ ادامه لري

fdpm_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۴ - ۱۴:۱۶
۹۵

نېټه: 2022، سپټمبر 5مه

د امیرالمؤمنین شیخ هِبة‌الله اخوندزاده (حفظه‌الله) د حکم پر اساس او د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د سوالګرو راټولولو کمېټې په کابل ښار کې خپل فعالیت پيل کړئ، چې د روان 1401 لمریز کال د وږي/سنبلې میاشتې تر 12مې نېټې یې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو 3048 سوالګر راټول کړي.

د راټولو شوو سوالګرو له جملې 2109 ښځینه دي چې تر ارزونې وروسته یې 629 مستحقې او 1480 بیا حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي. 283 نور نارینه دي چې تر ارزونې وروسته یې 60 مستحق ګڼل شوي او 223 بیا حرفوي سوالګر دي.

په راټولو شویو 3048 سوالګرو کې بیا 656 ماشومان دي چې له ډلې یې 269 مستحق او 370 بیا حرفوي سوالګر دي. د مستحقو سوالګرو ماشومانو له ډلې 17 بې سرپرسته ماشومان دي چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته لېږل شوي.

د یادولو وړ ده چې ټول مستحق سوالګر د افغان سرې میاشتې ټولنې ته لېږل شوي او د مسؤولو ارګانونو لخوا ورسره لازمې مرستې شوې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS