د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسيون خپله لومړنۍ ناسته ترسره کړه

نېټه: د 2022 کال د فبروري 8مه

د رياستالوزراء د لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسيون خپله لومړنۍ ناسته ترسره کړه. په ياده ناسته کې له ايران څخه افغانستان ته د ډيزل تېلو د واردو شوو ټانکرونو د کيفيت په اړه چې شمېر یې ۱۶۰۰ ته رسېږي او ډېرى يې پر معيارونو برابر نه دي، پرېکړه وشوه چې ياد تېل بايد لومړی فیلتر او وروسته بازار ته وړاندې شي.

د افغانستان د ملي سټنډرډ ادارې مسوولین وايي، دغه ټانکرونه افغانستان ته د ترانشیټ له لارې وارد شوي، چې قرارداد یې TCRC کمپنۍ لخوا شوی و. دوی زیاتوي، دوی د یادې کمپڼۍ قراردا لغوه کړی او د دې ډول تېلو واردېدل یې بند کړي.

له دغو ټانکرونو ځینې یې چاپېریال او انسانانو ته هم مضر دي. د سټنډرډ ملي اداره وايي، که یاد تېل له تصفیې پرته بازار ته وړاندې شي، د موټر ماشین ته پر تاوان سربېره، انسانان او چاپېریال هم اغېزمنولی شي.

د یادو تېلو په اړه د ریاست الوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون پرېکړه وکړه، چې یاد تېل باید له تصفیې وروسته بازار ته وړاندې شي.

 همدارنګه په دغه ناسته کې د څه باندې ۳ میلیونو ډالرو په ارزښت د «افغان تیلي کام» مخابراتي شرکت چې تر ۲۰ په زیاتو ولایتونو کې خلکو ته خدمات وړاندې کوي، د دوو قراردادونو د تمديد پرېکړه هم وشوه. د یادو قراردادونو له مخې به د افغان تیلي کام مخابراتي شرکت په ۲۵۰ ولسوالیو کې خلکو ته مخابراتي خدمات وړاندې کوي.

د افغان تیلي کام مخابراتي شرکت رییس وايي، دوی د یادو قرارداونو له مخې ډېری هغه لرې پرتې سیمې د ولایتونو له مرکزونو او په ټوله کې له کابل سره نښلوي، چې په خبره یې هېڅ بله مخابراتي شبکه هلته فعالیت نه لري. نوموړی وايي، که دوی هلته خدمات وړاندې نه کړي، د یادو سیمو خلک به له ډېرو ستونزو سره مخ شي.