ټاپي پروژه؛ راتلونکی پسرلی به یې عملي چارې پيل شي

fdpm_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۸ - ۱۲:۱۰
TAPI

نېټه: د 2022 کال د مارچ 17مه

د ریاستالوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ټاپي پروژې له اجرائیوي رئیس محمد مراد امانوف سره وکتل او د هغه پر پيلولو یې ورسره خبرې وکړې. محترم ملاصاحب د ټاپي پروژې د پيل لپاره په افغانستان کې اوسنی رامنځته شوی وضعیت یو ښه فرصت وباله او زیاته یې کړه، اسلامي امارت د یادې پروژې د پيل لپاره پوره چمتووالی لري او په دغه برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دی.

د ټاپي پروژې اجرائیوي رئیس وویل، د دغه پروژې عملي کارونه به راتلونکی پسرلی له هرات ولایت پيل کړي او د کارونو د چټکتیا په موخه غواړي چې د دواړو هیوادونو لخوا باصلاحیته ټیمونه رامنځته شي. نوموړي زیاته کړه، نړیوال اسلامي بانک، د اسيا پرمختیايي بانک او همدارنګه روسي، چینايي او ځینې عربي بانکونه هم په ټاپي پروژه کې پانګونې ته چمتو دي. ښاغلي مراد امانوف وویل، له ټاپي پروژې سره یوځای به د ټآپ پروژې عملي چارې هم پيل کړي.   

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کندز ولایت په ابدان دښته کې د ۳۰۰۰ واحده استوګنیز ښارګوټي د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

BACK TO NEWS