په ترکیه کې د مېشت افغان پانګوالو له لوري په جوړ شوي کنفرانس کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند بشپړه وینا

WhatsApp Image 2023-08-13 at 10.32.20

الله تعالی پر افغانانو رحم وکړ چې له شل کلن اشغال څخه یې خلاص کړل او داسې سرتاسري امنیت یې ور په برخه کړ چې دوی یې له لسیزو ارمان کاوه. له دې سره اقتصادي وضعیت چې له جدي ګواښ سره مخ و، اوس بېرته مخ په ښه کېدو دی، افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې ثابته پاتې شوې، بانکي سیسټم له پاشل کېدلو وژغورل شو، د لویو پروژو چارې پیل شوې دي، سوداګرۍ مو پرمختګ کړی او په هېواد کې د پانګونې او سوداګرۍ له پاره ښه زمینه برابره شوې ده. په تېرو شلو کلونو کې د افغانانو په ځانګړي ډول شتمنو خلکو سر، مال او آبرو خوندي نه وه، خو له نېکه مرغه د اسلامي امارت په راتګ سره د سوداګرو مال، نفس او عزت مصؤنیت موندلی او اوس په ډاډمنه فضا کې خپل کاروبار ته دوام ورکوي.

په هېواد کې د پانګونې د زمینې په برابرېدلو سره نه یوازې افغانان، بلکې بهرنیان هم دلته پانګونه کوي چې ښه بېلګه یې د هرات د غوریانو په معدن کې له افغان سوداګرو سره د اروپایي او آسیایي هېوادونو په مشارکت د قراردادونو ترلاسه کول او سرمایه ګذاري ده.

د انرژۍ، کانونو، زراعت، ترانسپورت، زېربناوو، مخابراتو او ټیکنالوژۍ او روغتیا ترڅنګ په ګڼو نورو سکټورونو کې پانګونه د دې هېواد اړتیا ده چې شتمن وروڼه لومړیتوب ورکړي او په هغو برخو کې سرمایه ګذاري وکړي چې زموږ د هېوادوالو د ژوند له لومړنیو اساسي ضرورتونو څخه دي لکه د لومړنیو خوراکي توکو او په ښه کیفیت د درملو تولید.

د اسلامي امارت په راتګ سره د اداري فساد، د نشه يي توکو د کر او قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه اخیستل شوي؛ د کوکنارو کښت صفر شوی او پر ځای یې د غنمو، پنبې او نورو زراعتي توکو کښت ته پراختیا ورکړل شوې ده.

افغانستان په ۱۴۰۱ کال کې د شاوخوا دوه میلیارده ډالرو په ارزښت صادرات درلودل چې د تېرو کلونو په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي. له دې څخه معلومیږي چې زموږ سوداګري پراخه شوې او تولیداتو کچه مو لوړه شوې ده، چې یو علت یې د عالیقدر امیرالمومنین شیخ صاحب حفظه الله له لوري صنعت‌کارانو ته د مالیاتي جریمې معافیت دی.

د صنعت لپاره د اړتیا وړ برېښنا برابره شوې او د لا وسعت لپاره یې د برېښنا د تولید او هغو برېښنایي پروژو د بشپړولو هڅې روانې دي چې چارې یې ناتکمیلې دي. همداراز صنعتي پارکونو پراختیا موندلې، پر خامو موادو مالیه کمه شوې، د سوداګرۍ د پراختیا په موخه د لویو لارو بیارغونه پیل شوې ده چې ښه بېلګه یې د کابل- کندهار او سالنګونو لویې لارې او د اورګاډي د شبکې جوړولو اړوند نورې پروژې دي. ددې لارو په رغولو سره به سوداګري وده وکړي او له مرکزي آسیا څخه سویلي آسیا ته د اموالو په انتقال او ترانزیټ کې به هم ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

د سوداګرو د ملاتړ او اقتصادي ودې په موخه د اقتصادي کمېسیون په ناستو کې  د پانګوالو استازي ګډون کوي او غږ یې منعکس کیږي. همدارنګه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله په هدایت د افغانستان د ملي اقتصادي مشورتي بورډ د جوړولو چارې روانې دي، چې د سوداګرو او پانګوالو استازي به هم شتون پکې ولري.

د دې لپاره چې پانګوال په دولتي ادارو کې سرګردان او له بیروکراسۍ سره مخ نه شي، د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې له ټولو وزارتونو او ادارو څخه جوړه یوه قوي کمېټه رامنځته شوې، څو په یو وخت کې په ټولو ادارو کې د پانګوالو کارونو ته رسېدنه وشي او په سرعت سره یې چارې پر مخ ولاړې شي.

د کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه پر هغو وارداتو مالیه لوړه شوې چې موږ یې په هېواد کې تولید لرو او په کور دننه او بهر د افغاني تولیداتو لپاره نندارتونونه جوړ شوي دي.

د کانونو د استخراج او پروسس په برخه کې کورنیو پانګوالو ته لومړیتوب ورکړل شوی دی، د بېلګې په ډول د هرات او غور معدن او ګڼ شمېر نور کانونه یادولی شو.

اسلامي امارت دا هر څه د دې لپاره ترسره کړي چې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د اسانې سرمایه‌ګذارۍ زمینه برابره کړي؛ د سر، مال او عزت ساتنه یې تضمین شي او په دې هېواد کې آبرومندانه ژوند وکړي.

په ترکیه کې له مېشتو افغان پانګوالو پوښتنه کوم چې نور په خپل کور کې کوم ډول شرایطو او زمینه سازۍ ته انتظار کوئ؟!

افغانستان له سمتي، قومي او ژبني تعصب پرته د ټولو افغانانو کور دی او ټول یې د آبادولو مسؤلیت لري، راځئ دا کور په ګډه جوړ کړو او ولس مو له ناورین او د پردیو له احتیاجه خلاص کړو.

زه یو ځل بیا په ترکیه او نوره نړۍ کې پر مېشتو ټولو افغان کادرونو، ملي سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو غږ کوم، چې راشي، د هېواد په بېلا بېلو لکه کانونو، زراعت، برېښنا تولید، بندونو جوړولو، ترانسپورت، صنعت او دې ته ورته نورو برخو کې پانګونه او له خپلو هېوادوالو سره یوځای د هېواد د آبادۍ لپاره کار وکړي. موږ به خپل هېواد په خپله جوړ وو او دا د شکر ځای دی چې الله تعالی د سیمې په کچه یو غني هېواد راکړی دی.

په پای کې د ترکیې هېواد او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې له خونې او د دې غونډې له تنظیموونکو مننه کوم چې دا غونډه یې رابللې ده.

له توجه څخه مو مننه

الله پاک مو په خپلو چارو کې بریالي لره