ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۵. ۲ میلیارد افغانیو په ارزښت اته پروژې منظورې کړې

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۵:۱۳
ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۵. ۲ میلیارد افغانیو په ارزښت اته پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۵. ۲ میلیارد افغانیو په ارزښت د اتو پروژو قراردادونه منظور او د ۱۳ نورو یې تعدیل کړل. د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم ۲۹ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې، چې له جملې یې د اتو پروژو قراردادونه منظور، د ۱۳ تعدیل، د دوو لغوه او شپږ پروژې په تدارکاتي پروسو کې د موجودو ستونزو له امله رد شوې. د یادو شپږو پروژو په اړه ټاکل شوو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، څو د تدارکاتي پروسو د اصولو په پام کې نیولو سره یې قراردادونه و ارزوي او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون له مشرتابه سره شریک کړي.

په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د کندهار ولایت د دهلې بند د ساتنې او پاملرنې چارو بشپړول، د کابل طبي پوهنتون د علي اباد روغتون کې د سرطاني ناروغيو د درملنې مرکز د پاتې چارو بشپړول، د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ او باغ پل سیمه کې د ترانسپورټي ترمینلونو جوړول، د کابل – کندهار لویې لارې د پاتې برخو بشپړول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي چې د اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS