د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې پر یوشمېر موضوعاتو بحث وشو

masih_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۳:۹
Economic Commission Discusses Several Key Topics in its Regular Meeting

د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو. په دغه ناسته کې د کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څخه د ګټې اخیستنې د کړنلارې پر مسوده، په ساختماني پروژو کې د غوري سیمنټو پر کارولو، د خوست ولایت غلام خان او د کندهار ولایت د سپين بولدک ګمرکونو ته د ځمکې د لېږد او یوشمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث وشو. 
له هراړخیز بحث وروسته د کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څخه د ګټې اخیستنې د کړنلارې مسوده تایید او د نهايي تصمیم نیونې په موخه د ریاست‌الوزراء عالي مقام ته واستول شوه. دغه کړنلاره د بزګرانو او مالدارانو د اقتصادي ودې د پياوړتیا او په ورته وخت کې کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ته د بازارموندنې په موخه جوړه شوې، چې له مخې به یې په لومړي سر کې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه، د استخباراتو لوی ریاست او ورپسې ټولې امارتي ادارې او هېوادوال د خپلو اړتیاوو د پوره کولو پر مهال یادو محصولاتو ته لومړیتوب ورکوي.
د اقتصادي کمېسیون یادې غونډې ته په ساختماني پروژو کې د غوري سیمنټو د کارولو په اړه د ټاکل شوي پلاوي راپور هم وړاندې او تایید شو. د وړاندې شوي راپور پر اساس اړوندو سکټوري وزارتونو، ادارو او هېوادوالو ته سپارښتنه وشوه څو د خپلو پروژو او ساختماني چارو په هغو برخو کې د غوري سیمنټو استفادې ته لومړیتوب ورکړي، چې په یادو برخو کې د دغه فابریکې تولید شوو سیمنټو معیار پوره کړی دی. همدا راز د غوري سیمنټو فابریکې مسوولینو ته سپارښتنه وشوه چې د خپل ظرفیت لوړولو او همدا راز په ټولو برخو کې د معیاري تولید په موخه هڅې ګړندۍ کړي څو هېواد د سیمنټو په برخه کې خودکفایۍ ته ورسېږي. د غوري سیمنټو فابریکه اوسمهال په ۲۴ ساعتونو کې ۷۰۰ ټنه تولید لري چې کیفیت ته یې ځانګړې پاملرنه شوې ده. د یادو نورو موضوعاتو په اړه هم له مفصل بحث وروسته لازم تصامیم ونیول شول.
د کمېسیون دا غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۴۱
Background image

*د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه*

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د مالیې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۷:۲
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

BACK TO NEWS