ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۴ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۴ پروژې منظورې کړې

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۱۶:۲۱
sfsbsrbrr

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته چې د روان لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۱۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم ۲۴ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له جملې یې د ۱۴ پروژو قراردادونه منظور، د شپږو تعدیل او د یوې پروژې قرارداد لغوه شو. همدا راز ملي تدارکاتو ریاست ته دنده وسپارل شوه، څو د یوې پروژې قرارداد بیاځلې ازادې داوطلبۍ ته وړاندې کړي او د دوو پروژو قراردادونه بیا په هراړخیز ډول و ارزوي او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون له مشرتابه سره شریک کړي. په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د کابل – کندهار لویې لارې د اساسي بیارغونې د پاتې چارو بشپړول، په مختلفو ولایتونو کې د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د برېښنايي وسایلو چمتو کول، د کابل ښار ځینو مهمو سړکونو اساسي جوړول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي، چې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS