د هرات په زنده‌جان ولسوالۍ کې زلزله ځپلو هېوادوالو ته یو بل ښار ګوټی جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۴ - ۲۱:۵۳
WhatsApp Image 2024-06-13 at 20.59.52_8d25e498

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي رئیس محترم مفتي عبدالله عزام د روان کال د غبرګولي میاشتې په ۲۴مه نېټه هرات ولایت ته د خپل سفر پرمهال په زنده جان ولسوالۍ کې تېر کال زلزله ځپلو هېوادوالو ته د ۱۰۰ کورونو لرونکي یوه بل ښار ګوټي د سپارلو په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه. د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي رئیس محترم مفتي عبدالله عزام په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته چې د هرات ولایت یو شمېر مسوولینو، خصوصي سکټور استازو او د سیمې اوسیدونکو ګډون کړی وو، د خپلې وینا پرمهال وویل، د اقلیمي بدلونونو له امله د هېواد بېلا بېلې سیمې د زلزلو او سېلابونو له امله زیانمنې شوې او اوسیدونکو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. د مفتي عبدالله عزام په وینا چې ددغو طبیعي پېښو له امله ځینې زېربناوې هم زیانمنې شوې دي. د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي رئیس د هرات د مرکز په ګډون په ځینو ولسوالیو کې د رامنځته شوې زلزلې له امله اوښتي زیانونه بې ساري وبلل او ویې ویل چې ددې زلزلې له امله زرګونو هېوادوالو ته ځاني او مالي زیانونه واوښتل او ډېری خلک یې د غم په ټغر کېنول.  د مفتي عبدالله عزام په وینا، که څه هم دا یوه ستره غمیزه وه خو د افغانستان اسلامي امارت مسوولینو زلزله ځپلو سیمو ته پر وخت ځانونه ورسول او له شته امکاناتو څخه په استفادې یې د زلزله ځپلو هېوادوالو لاسنیوی وکړ. د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي رئیس د خپلو خبرو پرمهال وویل چې لا هم د تېر کال زلزلې له امله د هرات ځیني اوسیدونکي سرپناه نه لري او مرستو ته اړ دي، نو اړتیا ده چې لاسنیوی یې وشي، د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت او نورې اړوندې ادارې په دې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.  محترم مفتي عبدالله عزام د هرات زلزله ځپلو کورنیو ته د ۱۰۰ کورنو په جوړېدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه:« ډېر زیات د خوشحالۍ احساس کوم چې نن ورځ په هرات ولایت کې له زلزلې څخه د زیانمن شویو هېوادوالو لپاره د سرپناه سل کورونه توزیع کېږي، دا سل کورونه به په واقعیت کې په اوسطه توګه د سلو کورنیو سلګونو کسانو ته د سرپنا او نسبتاً ارام ژوند زمینه مساعده کړي د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي رئیس له ټولو هغو هېوادوالو څخه مننه وکړه، چې د هرات د زلزله ځپلو له پاره یې د کورونو په جوړېدو کې مرسته کړې ده او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو هېوادوالو په څنګ کې ولاړ دی او پر وخت به یې ستونزو ته رسیدګي کوي.  محترم مفتي عبدالله عزام د خپلو خبرو په یوه برخه کې د هېواد ملي پراختیا ستراتیژي ته په اشارې سره وویل چې ریاست الوزراء اقتصادي معاونيت د خپل مسوولیت له مخې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د هېواد د ملي پراختیا په ستراتیژۍ کار کوي او په نږدې راتلونکي کې به یې د لومړنۍ مسودې چارې بشپړې شي. په دې ستراتيژۍ کې د هېواد د عيني اړتياوو او امکاناتو په چوکاټ کې به د ملي لومړيتوبونو بېلا بېل مهم پروګرامونه په ګوته شي. د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي رئیس په وینا، له دې سره به په هېواد کې د اقتصادي ودې پروسه نوره هم منظمه، د پانګونې او بشري قوې د ګومارنې له پاره به مناسب فرصتونه رامنځته او په ټوله کې به په هېواد کې د اقتصادي ودې بهير مديريت او ګړندی شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۵ - ۱۲:۳۲
Background image

په بلخ ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۴مه  په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته په بلخ ولایت کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت پر ځمکه د خصوصي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۵ - ۱۲:۲۲
Background image

د مالګې پالیسۍ او معدني موادو د پروسس او صادراتو پالیسۍ مسودو ته د تایید نظر ورکړل شو

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. غونډې ته له اجنډا سره سم د مالګې پالیسۍ مسوده، د معدني موادو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۳:۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: ملي وحدت پياوړی، خپل فکر او انرژي د هېواد پر ابادۍ او سوکالۍ مصرف کړئ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په نهمه نېټه د لویې جرګې په تالار کې په هېواد کې د ملي وحدت ساتنې او له اسلامي نظام. . .

BACK TO NEWS