د کرنیزو محصولاتو ۳۰م پسرلني نندارتون ته د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمدلله وحده  والصلاة والسلام علی من لا نبي و بعده

اما بعد:

قال الله تبارک و تعالی:

يُنبِتُ لَكُم بِهِ ٱلزَّرْعَ وَٱلزَّيْتُونَ وَٱلنَّخِيلَ وَٱلْأَعْنَٰبَ وَمِن كُلِّ ٱلثَّمَرَٰتِ ۗ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَءَايَةً لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ

صدق الله العظیم

د اسلامي امارت مسؤلینو، پانګوالو، د خصوصي سکتور استازو،کروندګرو، د رسنیو محترمو استازو او د غونډې ګډونوالو ته؛

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

خوښ یم چې نن له تاسو سره دکرنیزومحصولاتو په دېرشم پسرلني نندارتون کې ګډون کوم.

تاسو ته بهتره معلومه ده چې نندارتونونه د یوه هېواد د صنعتي او کرنیزو محصولاتو د معرفي کولو په موخه جوړېږي. حکومتونه هڅه کوي چې د خپلو محصولاتو له پاره په کور دننه او بهر د بازار موندلو په خاطر داسې تجمعات رامنځته کړي.

نندارتونونه د محصولاتو د معرفي کېدو ترڅنګ د سوداګرۍ د غوړېدو او ودې له پاره تر ټولو غوره لار ده او له دې لارې کولای سو محصولات خلکو ته وړاندې او پانګوال وهڅوو چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.

د محصولاتو او صنعتي تولیداتو په برخه کې پانګونه له شک پرته هېواد ته اقتصادي وده ورکوي او پرمختګ ورسره رامنځته کېږي. اسلامي امارت هم د افغانستان د صنعتي تولیداتو او کرنیزو محصولاتو د معرفي کېدو له پاره په کور دننه او بهر کې د نندارتونونو جوړولو لړۍ پیل کړې ده.

ښه مثال یې تېره اونۍ په کابل کې د افغان – قزاق نندارتون او دا دی نن د کرنیزو محصولاتو دېرشم پسرلنی نندارتون دی، له دې څخه زموږ موخه د بزګر ملاتړ او خلکو ته د خپلو تولیداتو او محصولاتو معرفي او بازارموندنه ده. 

دا چې د هېواد په اقتصاد کې کرنه او مالداري د اقتصادي ودې محرک ګڼل کیږي، د صادراتو مهمه برخه جوړوي، د فقر په کمولو کې مهم رول لوبوي، کاري فرصتونه رامنځته کوي، د صنعت برخې ته خام مواد برابروي، غذایي مصئونیت تامینوي او د کورني ناخالص تولید درېیمه برخه جوړوي.

له همدې امله اسلامي امارت غواړي چې په هېواد کې د کرنې سکتور ته وده ورکړي، د کرنیزو او حیواني محصولاتو تولیدات زیات کړي تر څو د ملي اقتصاد په وده کې رغنده رول ولوبوي.

سره له دې چې افغانستان حاصل خېزه ځمکه او د خړوبولو لپاره یې پرېمانه اوبه لري، خو بیا هم تاسو ته څرګنده ده، چې په هېواد کې د کرنیزو توکو د تولید کچه د ګاونډیو او سیمې هېوادونو په پرتله نسبتا ټیټه ده. زموږ د کرنیزو محصولاتو د تولید د کموالي عمده عوامل په عنعنوي ډول کرکېله، د کرنې وړ ځمکې له نیمایي  زیاته بې کښته پاتې کېدل، د معاصرې ټکنالوژۍ نه استعمال، له اوبو ناسمه استفاده، د مسلکي کسانو نشتون، د اصلاح شویو تخمونو د مرکزونو نشتوالی، د سړو خونو کموالی، له کېمیاوي سرې څخه ناسمه ګټه اخیستنه او په زراعتي تولید کې د سوداګرۍ انګېزې کموالی دي.

دغو نیمګړتیاوو ته د رسېدو په پار د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د کرنې له وزارت سره مسلسل او نږدې کار کړی دی، او دوی یې هڅولي چې د زراعت د مېکانیزه کولو او د زراعتي ټیکنالوژۍ استعمال ته مخه کړي. همداراز اقتصادي معاونیت د افغان متخصصینو په مرسته عملا د هېواد د ملي پراختیا پر ستراتیژۍ کار روان کړی، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله له منظورۍ وروسته به عملي او په وسیله به یې وتوانېږو د افغانستان زراعت میکانیزه او هېواد به د صنعتي کېدو په لور سوق کړي ان شاءالله.

تاسو پوهېږئ، چې د کرنیزو هېوادونو په اقتصادي رشد کې د کرنې واضح رول وي، له همدې امله اسلامي امارت د صنعت په لور د تللو تر څنګ د کرنې سکتور ته هم د لومړیتوب په ورکولو سره د اوبو مدیریت ته پاملرنه کړې او په هېواد کې یې د اوبو له مدیریت او خپل مشروع حق څخه د استفادې په موخه سترې او بیزې پروژې پیل کړي چې ښه بېلګې یې د قوش تیپې کانال او دوه ورځې مخکې په هرات ولایت کې د پاشدان بند د چارو د پیل پرانیسته وه، چې په بشپړېدو سره به یې ۵۴ میلیون متر مکعب اوبه زېرمه، دوه سوه میلیونه متر مکعب اوبه په کلني ډول مدیریت او په پایله کې به یې دیارلس زره هکتاره ځمکه خړوبه سي.

همدارنګه د ترانزیټي لارو متنوع کول، د زراعتي بانک جوړول، د کرنیز سکتور ماشیني کول، کرنیزو محصولاتو ته په کور دننه او بهر کې مارکېټ پیدا کول، د کرنیزو محصولاتو کیفیت لوړول، د کوډونو توضیع، د سرد خانو جوړول، په ملي بودیجه کې د کرنې برخې زیاتول او بهرنۍ پانګونه هغه موضوعات دي چې اسلامي امارت یې د ترسره کېدو په برخه کې عملا کوټلي ګامونه اخیستې دي.

په پای کې د کرنې وزارت له مسوولینو څخه مننه کوم چې کرنیزو محصولاتو ته د بازارموندنې په موخه یې دغه نندارتون جوړ کړی دی او په جدیت غوښتنه ترې کوم چې د کرنیز سکتور د ماشیني کولو او د معاصرې زراعتي ټیکنالوژۍ استعمال په خپلو لومړیتوبونو کې شامل کړي.

 

له توجو څخه مو مننه