محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان له ولسمشر سره وکتل

masih_admin
جمعه ۱۴۰۴/۴/۱۳ - ۱۰:۱۱
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان له ولسمشر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر  اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۲مه نېټه د اذربایجان هېواد په خنکندي ښار کې د ازبیکستان له ولسمشر ښاغلي شوکت میرضیایف سره وکتل.

د دې لیدنې پرمهال دواړو لورو پر سیاسي او اقتصادي اړیکو، اوسپنې پټلۍ، سوداګرۍ، ترانزیټ او برېښنا باندې خبرې وکړې.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په لومړي سر کې پر نړیوال سټېج د افغانستان په اړه د ازبیکستان جمهوریت له مثبت او واقعبینانه موقف مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د تلپاتې ښو اړیکو غوښتنه وکړه.

محترم ملا صاحب وویل: «دا مهال د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه له یو میلیارد ډالرو څخه اوښتې ده، چې د پخوا په نسبت ۶۰ سلنه زیاتوالی ښيي. موږ هیله لرو چې دا کچه په راتلونکي کې دوه میلیارده ډالرو ته ورسېږي.»

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له ازبیکستاني لوري وغوښتل چې د ازبیکستان له لارې منځنۍ اسیا او روسیې ته د افغاني توکو د صادراتو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي. هغه زیاته کړه، اړتیا ده چې دواړه ګاونډي هېوادونه داقتصادي ثبات، زېربنايي پراختیا او ښېرازۍ لپاره د کانونو، ترانسپورټ، ترانزیټ، خدمتونو، سیمه‌ییزې زېربنا او بنسټیزو پروژو د پیل او مدیریت په برخه کې یوځای کار وکړي.

ورپسې د ازبیکستان ولسمشر ښاغلي شوکت میرضیایف خبرې وکړې. هغه وویل، د اسلامي امارت په راتګ سره په افغانستان کې په مختلفو برخو کې پرمختګونه رامنځته شوي او ازبیکستان په نړیوالو سټیجونو د افغانستان رښتيني واقعیتونه بیان کړي او کوښښ کوي چې دا واقعیتونه تر نړیوالو په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو پورې ورسوي. میرضیایف زیاته کړه، هېواد یې په افغانستان کې د مزارشریف – هرات – کندهار اوسپنې پټلۍ پروژه، د نساجي فابریکو جوړولو، د سیمنټو تولید، د تیلو د تصفیې کارخونو، د مالګې کانونو استخراج او پروسس، الکترونیکي حکومتولۍ او نورو سکټورونو کې د پانګونې ته چمتووالی لري.

هغه وویل، چمتو دي چې د افغانستان له لوري د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژې د چارو په ژر بشپړېدو سره افغانستان ته د واردېدونکې برېښنا اندازه هم زیاته کړي.

شوکت میرضیایف وویل، ازبیک لوري ته به ځانګړی هدایت وکړي څو د ازبیکستان له لارې منځنۍ اسیا او روسیې ته د افغاني توکو په ځانګړي ډول کرنیزو محصولاتو د صادراتو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي. نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي انتقالاتو، افغانانو ته د ویزو ورکړې او همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز کې د افغاني توکو د پلور لپاره د اسانتیاوو پر رامنځته کولو او د دغه مرکز پر پراختیا هم ټینګار وکړ.

همدا راز دواړو لورو تر کار لاندې مواردو کې د عملي کار د پیل لپاره یې د ځانګړو چینلونو پر ایجاد او تقویې موافقه وکړه.

په پای کې دواړو لورو په ذکر شوو برخو کې د پرمختګ او تعقیب په موخه د افغانستان له لوري د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او د ازبیکستان له لوري د دغه هېواد د لومړي وزیر په مشرۍ د ګډ ګروپ په رامنځته کولو موافقه وکړه، چې په هرو درېیو میاشتو کې به یوځل غونډه ترسره کوي او د کمېټو له لارې د ترسره شویو کارونو پرمختګ او څرنګوالی به ارزوي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۴/۱۳ - ۱۰:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ترکمنستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند اذربایجان ته د خپل رسمي سفر پرمهال د ایکو سازمان په څنډه کې نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۲مه نېټه د. . .

جمعه ۱۴۰۴/۴/۱۳ - ۱۰:۱۱
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان له ولسمشر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر  اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۲مه نېټه د اذربایجان هېواد په خنکندي ښار کې د ازبیکستان له ولسمشر ښاغلي شوکت. . .

جمعه ۱۴۰۴/۴/۱۳ - ۹:۳۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ایکو سازمان په اوولسمه سرمشریزه کې د ګډون په موخه پوزولي ښار ته ورسېد

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په اوولسمه سرمشریزه کې د ګډون په موخه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۲مه نېټه. . .

BACK TO NEWS