د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمریز کال د عقرب میاشتې په ۸مه نېټه د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې له کارونو لیدنه وکړه

dpmea_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۸ - ۱۳:۳۱
5u2a0966

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمریز کال د عقرب میاشتې په ۸مه نېټه د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې له کارونو لیدنه وکړه. د دغه سفر پر مهال له محترم ملا صاحب سره د ټولګټو وزارت سرپرست محترم ملا محمد عیسی ثاني هم ملتیا کوله. محترم ملا صاحب د سالنګونو لویې لارې د قراردادي شرکتونو له مسوولینو سره ولیدل او د هغوی له لوري د ترسره شوو کارونو ستاینه یې وکړه. محترم ملا صاحب همدا راز هغوی ته د سالنګونو لویې لارې د پاتې چارو د چټکتیا، غوره کیفیت او پر وخت د بشپړولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې. سالنګونو لویه لار د افغانستان تر ټولو مهمه سوداګریزه – ترانزیټي لار ده چې اوسمهال یې د ۸۰ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم او بیارغونې کار له دوو بېلابېلو ساختماني او سړک جوړونې شرکتونو سره قرارداد شوی، چې دا مهال یې د تونل په دننه برخه او ګالریو کې ۸۰ سلنه کار بشپړ شوی او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکې کې به یې پاتې چارې هم بشپړې او د دغه لویې پروژې یوه برخه به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د سالنګونو لویې لارې په بیارغېدو سره به د افغانستان سوداګري او د افغانستان له لارې له مرکزي آسیا څخه سویلي آسیا ته د ترانزیټ په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راشي او پر دې لار تلونکو مسافرو ته به په تګ راتګ کې ګڼې آسانتیاوې هم رامنځته شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۲۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر دولت له سفیر ښاغلي مردف. . .

BACK TO NEWS