د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ایران د ولسمشر له مرستیال ښاغلي محمد مخبر سره وکتل

dpmea_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۱۵:۳۷
((((((999999999

په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ د سیاسي- اقتصادي تعامل پر پياوړتیا، د سیمې او نړۍ پر سیاسي وضعیت او همدارنګه په فلسطین کې د اسرائیلو د ظالم رژیم له لوري د ترسره شوو جنایتونو په اړه بحث او خبرې وکړې. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال وویل، د شل کلن امریکايي اشغال له پای ته رسېدو وروسته افغانستان په خپلو ټولو چارو کې خپلواک دی او د خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره له ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو سره تعامل ته را وړاندې شوی دی. د محترم ملا صاحب په خبره، اوسمهال په افغانستان کې په بشپړه توګه سیاسي، امنیتي او اقتصادي ثبات رامنځته شوی او یو باثباته افغانستان د ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو په ګټه دی.  د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال وویل، د افغانستان اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره بهرني سیاست پر بنسټ غواړي چې له ایران اسلامي جمهوریت سره خپلې سیاسي، اقتصادي، ترانزیټي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.  د ایران د ولسمشر مرستیال ښاغلي محمد مخبر د خپلو خبرو پر مهال وویل، ایران له افغانستان سره د خپلو اړیکو پراخولو ته لېواله دی او غواړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراخولو او د دواړو هېوادونو ملتونو د هوساینې لپاره په مشترکه د لارې نقشه جوړه کړي.  ښاغلي محمد مخبر زیاته کړه، دواړه هېوادونه باید په ګډه د شوو معاهداتو تطبیق ته ژمن و اوسي، په ګډه د چاپېریال ساتنې او په ځانګړي ډول د وچکالۍ او اوبو مدیریت په اړه کار وکړي. د ایران د ولسمشر مرستیال د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې وویل، ایران چمتو دی چې له چابهار بندر څخه د افغانستان په صادراتو او واردتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي. نوموړي همدا راز وویل، ایران چمتو دی چې د کرنې او صنعت په برخه کې له پرمختللې ټکنالوژۍ د استفادې په برخه کې له افغانستان سره پوره همکاري وکړي. ایراني لوري ټینګار وکړ، دواړه هېوادونه باید د سوداګرۍ پر مهال له خپلو ملي کرنسیو استفاده وکړي او د سوداګرۍ او ترانزیټ کچې د زیاتولو په موخه اړینه ده چې لویې لارې او سړکونه په اساسي ډول جوړ شي.  د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په ایران کې د مېشت افغان کډوالو د کوربه‌توب له امله له ایران څخه مننه وکړه او هلته یې له افغان کډوالو سره د ښه چلند او د هغوی ستونزو ته د رسېدو غوښتنه وکړه.  د دغه لیدنې پر مهال دواړو لورو په فلسطین کې د اسرائیلو ظالم رژیم له لوري ترسره شوي جنایتونه په کلکه وغندل او له اسلامي نړۍ یې غوښتنه وکړه څو د دغه وحشت په اړه نور پټه خوله پاتې نشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۰:۲۶
Background image

د کاني موادو د کیفیت معلومولو لپاره د پرمختللو لابراتوارونو جوړېدل د تایید وړ وبلل شول

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. غونډې ته د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري په کابل او ولایتونو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۲:۳۴
Background image

د مالیې وزارت او ډي پي ورلډ شرکت ترمنځ د پانګونې شرطپاڼه لاسلیک شوه

د مالیې وزارت او ډي پي ورلډ شرکت ترمنځ نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۶مه نېټه د ریاست‌الوزراء په اقتصادي معاونیت کې د پانګونې شرطپاڼه لاسلیک شوه. د ریاست‌الوزراء اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۸:۱۵
Background image

کابل او تهران د درملو او طبي وسایلو د تولید په برخه کې همکارۍ پراخوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۲مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران د روغتیا وزارت مرستیال او د خوړو او درملو. . .

BACK TO NEWS